ژونـــــــــــــــدلیک


ځوان انجنيرمحمد حامدعمر داستادسيدعمرخان  زوى چې په ١٣٦٧ کال دوردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ دلړموکلي په يوه روڼ انده او دينداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانستلې دي

وخت دچا انتظار نه کوي وخت د رڼو اوبو په څېر بهانده دى ، وخت دتېرې تورې بڼه لري ، لکه يو شاعر وايي


دوخت توره چې پرېکړو ګني زموږ مرۍ به پرېکړي

دډېــرو پــه مــريو داسې تــېره شــولــــــــــــــۀ ډېره


همدارنګه انجنيرمحمدحامدعمر هم ديوه ګل په بڼه دشنيزعلمي منطقي دلړموپه سيمه کې دغوړېدو او رالوېدو په شيبو کې و چې په ١٣٧٠ کال دابوشمس الشنيزي په ابتدايه ښونځى کي دخپل پلارپه مټوشامل شو او ديوه ګل په څيردنوموړى ښونځى دشپږم ټولګې څخه په لوموړى درجه بريالى شو اوبيا په ١٣٧٦کال کي دخپل تعليم دادامي لپاره دحضرت خالد بن وليد عالي ليسه کي شامل او په١٣٨٢ کال  کي ددولسم ټولګي څخه په لمړى درجه فارغ شو

دتعليم وخت تيريږي او دلوړوذده کړووخت رارسيږي چي دهمدغه کال په وروستي فصل کي دکانکورپه آزموينه کي دبرخه اخيستو څخه وروسته دخپل دوهم انتخاب له مخي دپولي تخنيک پوهنتون دودانيوڅانګي ته د ٣٠٥ نمروپه اخستلو سره بريالى شو , دخپل تحصيل تودي شيبي په داسي خوشحاليو کي نه تيريږي لکه څومره چي دانسان لپاره نوموړوشیبوتيارى نيولى وي همدا شيبي تيريږي اود خپل پنځه کلن تحصيل څخه وروسته د سيول له څانګي څخه په  چي د ١٣٨٧کال کي په عالي درجه فارغ او دخپل ديپارتمنت له خوا دورکړل شوي ديپلوم(په فراه رود باندى دمکمل سيول ودانيوطرح اوډيزاين ) له دفاع کولو څخه د ٩٨ نمروپه اخستلودخنداپه شيبو او دخپل پلاراوکورنى دتودهرکلى سره فارغ او جامعى ته دلسانس انجنيرپه صفت وړاندى شو


ددي وطن بچى يم اودخپل انجنيري احساس په لرلوسره ددي وطن په ورانيدو خوابدى کيږم

One response to “ژونـــــــــــــــدلیک

  1. كبير اميرزي خوست “سلام قدرمنه’دير خوشخاله يم جي فه وطن كي بيا تنكي غوتي راسفريدلي دي الله ج د بيا دغه غوتي د خزان له سفيره باده وساتئ .دغه ايمل مي د تلفون حخه درته كري دي كه سم نه ويل كيري بشنه غوارم ٠٧٠٧٨٠٢٠٦١

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s