دکمپيوټرتاريخچه


ترټولو لومړي کمپيوتر  ابکوس ورته وايي , کوم چې ډير کاله مخکې په چين جوړشوي وو ،مګر داپته  د چاسره نه وه چې دغه کمپيوټر چا جوړ کړي دي .مګر يو سړي چه هغه دکمپيوټردپلارلقب ترلاسه کړى وو  چارلس بي بي جي نوميده چي  د ١٨١٢ – ١٨٧٢ کلو پوري ژوند کاوه

ددي څخه وروسته د پوسټ  او ميکانيکل په نومونو کمپيوترونه راووتل چي په دغه کمپيوټرونوکي معلومات نه شو ساتل کيداى , ددي څخه وروسته په لومړۍ ځل داسي کمپيوترونه مارکيټ ته رووتل چه په هغه کي معلوما ساتل کيداي شول اوپه لاندي ډول وو

  • Atanas off  Computer

  • Barry  Computer

نوموړي کمپيوټرونه په مارکيټوکي استعماليدل خو دوخت په تيريدوسره الکتريک پ نوي کمپيوټرونه په مارکيټوکي وليدل شول اودخلکو توجه يي ځانته جلب کړه اوپه لاندي ګروپو سره په باېاروکي پيداکيدل

  1. Analogue   computer

  2. Digital computer

  3. Hybrid computer

اول شکل هغه کمپيوتر ونه وو چه دهغه په واسطه دانسان  داعضاوو اپريشن ،زلزله اونور کارونو لپاره استعماليدل او اوس هم استعماليږي

دوهمه نوع هغه کمپيوترته وايې چه دکوم په ذريعه هرقسم کارونه ترسره کولاي شو دبيلګې په ډول کمپيوټري انسانان جوړول چه کوم کار ورته وسپاري دپروګرام له لاري هغه کار تر سره کوي

اودريمه نوع هغه کمپيوتر ته وايي چه پورتنيو دواړو کمپيوترونو خصوصيات ولري

ډيجيټل کمپيوټربياپه خپل وارپه دوو برخوويشل شول

  1. Mini Computer

  2. Micro Computer

اوله نوع هغه ډول کمپيوتر ته وايي ډير کسان کولي شي چه استعما ل يي کړي اوله دوهم ډول کمپيوټرونو څخه ډيرکسان کولاې شي کارواخلي  چي همدادوهمه نوع کمپيوټرپه 1970 کال کي مارکيټ ته راغلل

کمپيوټرونه وايي   pc  يا شخصي کمپيوترونه ويل کيږي ، اويا هم ورته Home دي کمپيوترونو ته

لپ ټاپ کمپيوتر

دغه کمپيوترونه  ډير واړه کمپيوترونه  دي ، او په اول ځل چي کله  مارکيټ ته راغلل نو په دغه کې کي غږ او سي ډي روم نه وو

: او اوس دنورکمپيوترونوپه پرتله دغه کمپيوتر ښه په  کافي اندازه ټول هاردوير ضرورتونه پوره کولي شي لکه

هم وايي  Mobile technologyاوداسي نور چي دي کمپيوټرونو ته  web cam  ، Blue tooth   ، infrared

(  types of memory )دميمورى ډولونه

ميموري درم مخفف ده چي په کمپيوټرونو کي د ثبت دنده په غاړه لري که څه هم نن سبا په مارکيټونو کي مختلف ډولونه رمونه موجود دي خو يو څو يي دنموني په ډول دلته په لاندې چارت کي ذکرکوو

سي پي يو يعني سنترل پروسسنګ يونټ دکمپيوتر هغه برخه ده کوم کمپيوتر ډيري برخي کنترلوي دادکمپيوتر ترټولو لويه او هغه عالي برخه ده دکوم څخه چي ټول کمپيوتر کنټرول کيږي چه په حقيقت کي دهمدغه يونټ (سي پي يو ) نوم کمپيوتردي

سي پي يو درى برخي لري او هغه دادي

  • Memory

  • Control

  • Arithmetic logic Unit

( Keyboard)کيبورډ پيژندنه

کيبورډ دلاندي برخو څخه جوړشويدى

  • alphabet  ( from A to Z )

  • Alphanumeric  ( from  Zero “0” to Nine “9” ) which includes + , = , – , x

  • Function Keys ( from  f1   to   F12  keys )

  • Cuser Keys ( Page Up , Page Down , Insert , Home , Delete , print screen , scroll lock and pause buttons  )

دکمپيوټربرخي

کمپيوټر عموما” دوي برخي لري

  1. Software (Windows , operating system Linux)

  2. Hardware (Key Board , Monitor , CPU … )

دکمپيوتر هغه برخه چه په لاس سره نه لمس کيږي او نه يي ليدلي شو دسافټ وير په نوم يادريږي اوياداچي په فزيکي ډول وجود ونه لري لکه معلومات او وينډوز ياداسي نورپروګرامونه

تاسي شايد دهارډوير په باره کي  مخکي معلومات لرلي وي  دادکمپيوټر هغه برخه ده چي په لاس سره لمس کيږي او هم  کولي شو چي وګورواو هغه په لاندې ډول دي

  • Mother Board

  • CPU (Central Processing Unit )

  • Processor

  • Power Supply

  • Ram Card

  • VGA

  • Sound Card

  • Modem Card

  • Floppy Rom

  • Key Board

  • Monitor

  • Mouse

: په منځ کي توپير(information) او (Data) د

هغه خام شکلونه ،ليکني ،حقيقتونه چه عمليه پري اجرا کيږي او مونږيي کمپيوتر ته ورکوو هغه ته ډاټا او هغه خام  مواد چه کمپيوتر عمليه پري اجرا کړي وروسته دعملي څخه هغه معلومات نتیجه چی استعمال کوونکی ته یی ورکوی د

information

په نوم يادريږي

په کمپيوټر کي د معلوماتود وزن داندازه ګيري واحدونه کوم دي ؟

Byte 1 = 8 bits

1024 kilo bytes = 1 Mega bits

1024 mega bits = 1 gaga bit


دډاټا عمليات

we have three types of  Data  such as :

  • In put Data :

دغه هغه هدايت کوم چي مونږ يي په  کمپيوټر کي ليکو د مثال په ډول موږ ليکو چي ٨ جمع ٤ ديوه ورکړل شوي ډاټا بيلګه ده

  • Out Put Data

دغه هغه نتيجه ده کو م چي د کمپيوټر د  ورکړل شوي ډاټا  څخه لاس ته راځې ,  لکه د  مثال په ډول ٥+٨ = ١٣

  • Data Process :

داهغه عمليه ده کوم چي کمپيوټر ته ډاټا  ورکول کيږي او په مقابل کي يي  نتيجه  ورکوي  ددي په منيځ کي چي کومه عمليه  تيريږي هغه ته  پروسيس  وايي

دکمپيوټر ژبه : کمپيوټر چي په حقيقت کي يو داسي ماشين ده چي په هيڅ هم نه پوهيږي خو هر هغه څه چې دا کمپيوټر پوهوي هغه دکمپيوټر ژبه ده دبيلګي په ډول کمپيوټر 0.1 پيژني او هرهغه څه چي مونږ يي کمپيوټرته داخلوو هغه کمپيوټر د

په واسطه په ماشيني ژبه ژباړي او او بياوروسته عمليه په هغه باندي اجراکوي  interpreter

دکمپيوټرانواع نظردهغه استعمال ته

  • General Purpose Computer :

هغه کمپيوټرونو ته ويي چي په عام ډول استغماليږي  اومختلفي وظيفي پري اجراکيږي لکه : ګرافيک کارونه ، ليکل ، دمعلوماتو ساتل اونور

  • Special Purpose Computer :

هغه کمپيوټرونو ته ويل کيږي چې مقاصدو لپاره استغماليږي . لکه په يوشرکت   دصادراتو او وارداتو لپاره او داسي نورو حاصو شويو کارونو لپاره

دکمپيوټردسيستم ډولونه

  • Computerize System

  • Manual System

١)  کمپيوټرايز سيستم : هغه سيستم ته وايي چي ټول په کمپيوترسره سمبال وي لکه يو کمپيوتري لابراتوار او يا يونيټ ورک لرونکي ادره چي ټول غړي  يې په انترنيت سره وصل وي اويا  داسي نور


٢) مينول سيستم : هغه سيستم ته وايي چي په ټول په عادي حالت کي وجود ولري لکه : دکتابونو ايښودل په الماري کي ، يا داسنادو ايښودل په دوسيو کي  چې داسيستم اوس په نوره نړۍ کې له منځه تللي دي  خو متاسيفانه چې دافغانستان ډير دولتي اونا دولتي موسيسي اوس هم په مينول سيستم باندي چليږي چې دزياتو گډوډيو سبب هم  ګرڅيدلي دي

نوموړې نوټ دمحمد انورصدف په زيار چمتو شوى دي او چيني  ته يي راليږلي غواړم دنوموړى ورور ژوند ته يوه لنډه کتنه وکړم

دمحمدانور”صدف”لنډ ژوندليک

محترم محمدانور”صدف” دالحاج جمعه نور “منګل” زوى اودخداى بخښلي سيدميرلمسى دى چې په ١٣٦٨ ه ش کې په يوه غريبه ، دينداره اومجاهده کورنئ کې دې له ارمانه ډکه اوفاني دنيا ته سترګې وغړولې دي

محمدانور”صدف”دخپل عمراوه(٧) پسرلي دخپل ګران هيواد څخه د مهاجرت په موده کې تيرکړل اوپه اته(٨) کلنى کې خپل پلارني هيواد افغانستان ته راستون شوچې تردې دتعليم له خواږه نعمت څخه بې برخې پاتې شوى ؤ.داپه داسې حال کې وه چې د انور پلار دده دعمر په لومړيو کې په جهاد او وروسته بيا د اقتصادي ستونزو له امله د سعودي عربستان دولت ته دحلال رزق دپيداکولو په موخه مسافرشو اودکورنئ غړوته يې په ځان باندې خواريو اوتکليف تيرؤلوپه واسطه يې خپلې کورنئ ته آرامي وبخښله . اوچې کله خپل کور ته راستون شو نو خپل زوئ انور او ګران وراره يې د منګلوموسى خيلوولسوالى د ابوحنفيه په ابتدايه ښوونځي کې شامل کړل او د کلنى ازموينې په پاى کې انور په خپل ټولګى کې لومړى درجه خپله اوتر نهم ټولګي پورې يې نوموړې درجه وساتله او وروسته يې د يوڅه کورنئ اونورو ستونزو له امله نوموړې درجه ونشوه ساتلى او دوهمه درجه يې ځان ته خپله کړه چې تر پايه يې وساتله او په (١٣٧٧ ه ش) کال د آزادى عالي ليسې څخه فارع شواو په همدې کال يې دکانکور په آزموينه کې گډون هم وکړ

داچې ادبيات او ژورناليزم پوهنځى ورته ډيرې په زړه پورې وې او خپلې مورنى ژبې ته خدمت کول يې يوازنى هيله وه نو دده په فکرپورته پوهنځى خپلې ژبې ته دخدمت کولو لپاره يوازنى ﻻر وه نو ځکه يې تر ټولو لومړى همدغه پوهنځى انتخاب ؤ او د قدرت ورکړه وه چې د خوست پوهنتون د ژبواو ادبياتو پوهنځى ته په غوره نمرو بريالى،اودژوند يو آرمان يې پوره شو.

ښاعلى محمدانور”صدف”اوس مهال دشيخ زايد پوهنتون د ژبواوادبياتو په پوهنځى کې ددوهم کال محصل دى , ده ته دالله څخه دژوند په ټولو کارونو کې برياوې غواړم او الله دې دى تل هڅاند او خوشاله ولري

انجنیرمحمد حامد عمر


One response to “دکمپيوټرتاريخچه

  1. microsoft office’
    infromation

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s