څه شی دی ؟ GPS


د GPS  زده کړه

آیا تاسو GPS  پیژنی او کله موداآله استعمال کړیده ؟

GPS یا نړیوال موقعیت ټاکونکی سیستم (Global Positioning System)

دفضایي بیړیو(سپوږمکیو) دلارواو مسیریوه ټاکونکی وسیله ده چی د 24 سپوږمکیو څخه تشکیل شویده

نوموړی فضایي بیړی دامریکا متحده آیالاتوددفاع وزارت په امرجوړی شویدي او دځمکی په شاواوخواکی ځای په ځای شویدي.

GPS په لمړی ځل د نظامی کشفیاتو لپاره ترتیب شوی دی خو په 1980 زیږدیز کال کی هغه دیوی آزادی استعمالوونکی آلی په توگه بازارته راووت او له دغه آلی څخه کولای شو دځمکی پرمخ په هرډول هوایی حالاتو کی په وړیا توگه گټه پورته کړو .

برعلاوه GPS ته ورته نوری آلی هم شته چی اوس اوس دنړی بازاروته په آزاد ډول راوتلی دی او په لاندی ډول دی :

1 – گلون اس (GLONASS)

گلون اس یا د مصنوعی سپوږمکیو اداره کوونکی وسیله:

نوموړی آله دشوری اتحاد په واسطه دامریکایی GPS په وړاندی اختراع شوی ده او دهمدغه هیواد په واسطه اداره کیږی, دغه آلی په لمړی ځل د24 فضایی بیړیو په مرسته کنترولیدی ,  اما د 1991 زیږدیز کال په وروستیوکی چی له همدی کال دشوری اتحاد دسقوط لړی پیل کیږی ددغه آله فضایی بیړی هم مخ په کمیدو روانی شوی  .

دروسی دولت دااعلان کړی چی نوموړی آله به په 2007 زیږدیز کال کی بیا په فعالیت شروع وکړی او د 2009 زیږدیزکال تروروستیو پوری به په ټوله نړی کی خوره شی .

په اوس وخت کی ددغه آلی 19 فضایی بیړی دځمکی په مدارکی قرارلری چی داټولی همدااوس هم فعاله دی اودری نوری بیړی چی د دسامبرپه میاشت کی ( کال2009) کی هواته پورته شویدی هم اضافه شوی دی او دشوروی اتحاد داپریکړه کړیده چی پدی وروستیو کی به شپږنوری بیړی هم هواته پورته کړی.

2 – دگالیله سیستم :

داسیستم داروپایی هیوادونو په واسطه اختراع شویدی او دامریکایی جی پی اس په وړاندی دهغه څخه کاراخلی.

د GPS سیستم فضایی بیړی :

نوموړی سیستم د 27 فضایی بیړیو یوسیستم دی چی دځمکی پرمخ گرځی چی په دغه شمیر فضایی بیړیو کی 24 فعاله او 3 نوری داضافی یاکمکی  ( د24 فضایی بیړیو څخه دیوی بیړی دخرابیدو په وخت کی دافعاله کیږی ) فضایی بیړی له جملی څخه دی . ددغه فضایی بیړیو فاصله دځمکی ترسطحی پوری 12000 میله ده اوهره بیړی  د 7000 مایل په ساعت کی سرعت لرونکی ده . هره فضایی بیړی دځمکی پرټوله سطحه په 12 ساعتوکی یو ځل دوران کوی او خپله انرژی دلمرڅخه اخلی ( دلمرنیونی او یا پچه سیوریزو ساحاتوکی دگرځیدوپه وخت مصنوعی بطری هم لری ) .

په نړی کی اولینه د جی پی اس فضایی بیړی په 1978 کال کی دځمکی پرمخ امریکاپورته کړه . دهری فضایی بیړی فعاله موده  10 لس کاله دی چی وروسته دلسو کلومودی څخه بدلیږی او دهغه په ځای بله فضاء ته استوی . هره فضایی بیړی 1000 کیلوگرامه وزن لری او دهری لمریزی بطری اوږدوالی یی 5.5 متره دی چی دهری فضایی بیړی دمصرفولو لپاره 50 ولته انرژی ته ضرورت دی.

دGPS دکارکولو طریقه :

ددغه سیستم فضایی بیړی په ټاکلومداروکی هره ورځ دوه ځلی دځمکی پرمخ گرځی او دځمکی مخ ته اطلاعات مخابره کوی چی وروسته نوموړی اطلاعات دجی پی اس په واسطه اخستل کیږی او استعمالوونکی ته دځمکی پرمخ دقیق معلومات ورکوی او کله دهندسی اوریاضیکی ساده محاسباتو(reiterations) په مرسته استعمالوونکی دهغه څخه معلومات ترلاسه کوی .

داهم بایدد ووایو چی جی پی اس دڅلوروفضایی بیړیو څخه خپل معلومات ترلاسه کوی یعنی جی پی اس په اصل کی دڅلوروفضایی بیړیو یوه منځنی کره تشکیلوی او کله کله ددریو فضایی بیړیو څخه هم کارکولای شی خو دومره دقیق نه لکه دڅلوروفضایی بیړیو سره دپیوستون په نتیجه کی .

کله چی نوموړی آله دخپلو بیړیو څخه لیری کیږی نوپه هغه صورت کی دراډډیویی موجونو څخه کاراخلی

او داموجونه په حقیقت کی الکترومقناطیسی موجونه دی چی دلمردنورسره یوځای حرکت کوی .

داځاي کيکاږۍ ترڅو د جې پې اس دلارښونې لپاره مکمل کتاب ښکته کړۍ

اوکچېرې غواړۍ چې د جې پې اس په برخه کې نورمعلومات هم ولرۍ نو لاندې کرښه کيکاږې

داځای کیکاږی ترڅو دجي پي اس ددزده کړی لپاره مکمل نوټ ترلاسه کړی

دنوموړی آلی په اړه دپوره معلوماتو لپاره پورتنی لینک کیکاږی اوپوره معلومات خپل کمپیوټرته داخل کړی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s