فرشي (بنسټونه) تهدابونه


بنسټونه:
د ېوې ودانۍ بنسټ (تهداب) په دوو ﻻرو ايښودل کيږي:
هوار بنسټونه(تهدابونه)
١، ليکه يې بنسټونه
٢، ځانګړي بنسټونه
٣، پلن تخته يې بنسټونه
٤، ښانک يا تشت ډوله بنسټونه

ژور بنسټونه (تهدابونه)
١، موګې يې يا ميخي بنسټونه
٢، تير ډوله بنسټونه
٣، څاه يا کوهې ډوله بنسټونه
٤، د هوا د فشار په واسطه بنسټونه ( د فولادو يا د کانکرېټ څخه جوړ شوې صندق چې په لووړ فشار د اوبو ﻻندې ورڅخه کار اخستل کيږي

هوار بنسټونه
بنسټونه (تهدابونه) خپل ټول بار او زور ﻻندې پر ځمکې واردوي چې ددې سره ښکته په ځمکه کې دا وزن پراخيږي چې دا د تهداب ﻻندې د 45 درجو زاويې سره فشار تقسيميږي. که چېرته سړې په دقيق سره د تشنج تقسيم باندې پوهېدل غواړي، نو باېد سړې بنسټ او د هغه خواص په پوره ډول نظر کې ونيسي. د دا ډول ارتباط څخه داسې نتيجه ﻻس ته راځې چې د تهداب ﻻندې برخو کې د فشار پوتنسيال په وجه لکه د داېرې او همدا رنګه د پياز غوټي په شکل ( لکه څنګه چې په شکل کې ښودل شوېدې)، ېو حالت غوره کوي چې دا ورته سړې پيازي فشار هم وېلې شي.
د ېو پلن بنسټ (تهداب) پيازي فشار نظر ېو نري بنسټ (تهداب) ته زيات وي

ليکه ېې بنسټ
دا ډول بنسټونه (تهدابونه) د هغو ودانېو ﻻندې جوړيږي، چې په مساوي ډول سره تقسيم شوې بار (وزن) ولري. لکه دېوالونه، تيرونه او تکيا ګانې.
ليکه ېې تهداب د کانکرېټ څخه په اږدوجوړيږي، که عرضاني مقطع ته يې نظر وکړو، نو د ېو مستطيل شکل لري. که چېرته پر ليکه يي تهداب کوم ځانګړې بار (وزن) راځي، نو ددې د پاره باېد دغه تهداب د فولادو او کانکرېټ (اهنکانکرېټ) ېوځاې جوړ شي. د عادي ودانېو د پاره د پلان له مخې همدا ليکه يي تهداب کافي دې، د لوړو ودانېو او يا د هغو تهدابونود پاره چې مختلف لوړوالې لري، پلن تخته ېې بنسټ (تهداب) ضرور دې او دا ټول باېد په نقشه کې وښودل شي

د فوﻻدو او کانکرېټ (اهنکانکرېټ) څخه ګډ ليکه ېې بنسټ (تهداب)
دا ډول بنسټونو (تهدابونو) ته هغه وخت هداېت کيږې چې ځمکه ډېره خرابه وي  , اود هغو دېوالونود پاره چې زيات وزن ولري او د تهداب کانکرېټ ېې زښت زيات وي يعني :
د ځانګړو بارونو(وزنونو) د پاره لکه تکيا ګانې.
د نوي ودانېو د پاره د ځمکې ﻻندې د اېلېکتريکي لېن ضميمې ته هم هداېت شوېدې.
د بېروني دېوالونو ﻻندې تهدابونوګردچاپېر د ېوې جستو څخه جوړه شوې پټۍ چې مقطع ېې 30 په 3،5 مليمترو کې او همدا رنګه 25 په 4 مليمترو کې د هغه سطحې ﻻندې کوم چې د لندبل د مخنيوې د پاره ورکړل شوېدې، جوړ شي. ېوه فوﻻدي کړۍ چې کم تر کمه 1،5 متره اوږودوالې ولري، د تاکاو د فرش څخه د 30 سانتي مترو په اندازه پورته د دېوال نه بهر وښودل شي

ځانګړي تهدابونه
دا ډول تهدابونه د ېوې ودانۍ هغې برخې ﻻندې جوړيږي چې ځانګړي بار (وزن) لري لکه: تکېا ګانې، تيرونه، روزانونه او همدا رنګه نور. د تېار ځانګړي تهدابونو د پاره خاص مناسب ځاېونه دي چې دې ته سړې پوخ تهداب هم وېلې شي.
د ځانګړي تهدابونو د اندازه کولو د پاره باېد د کانکرېټ د سختوالي درجه او ﻻندې په ځمکه کې د بار د پراخېدو زاويه په نظر کې ونيول شي. د تهداب پراخوالې باېد د ځمکې د ځبېخلوقابېليت له مخې وټاکل شي.
د تهداب هغه برخه چې د دېوال څخه ډډو ته واقع دي په ﻻندې فرمول سره ټاکل کيړي

e = (b-d)/2

b- د تهداب پراخوالې      d- دبار پراخوالې

د تهداب لوړوالې
د موادو د سپما د پاره باېد سړې چې څومره کوې شي، هومره د تهداب د جګوالي څخه ډډه وکړي  , پدي معني چي    (دتهداب جګوالى : دتهداب هغه برخه چي دديوال ډډو ته پرته وي ) ارتباط د وزن د پراخوالي زاويه ټاکل کيږي چې دا په ﻻندې جدول کې چې د معېار (نورم) له مخې جوړ شوې ټاکل کيږي

دکانکريټو دکلکوالي درجه                                                      اجازه ورکړل شوي دځمکي دزبيښلوقابليت

دفايل دډانلوډ (ښکته ) کولو لپاره داځاي کيکاږى

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s