خندا


دوه ځــــــل خـــانـــدي په کاڼۀ راشــــي خندا

توبه ربــــه! خــــــو پـــــه خولــــۀ راشـــــي خندا

مړ موږک يې دى په غـــــاړه عــــبادت کړي

د زاهد په داســـــې کــــړۀ راشي خـــندا

اوس خو غټ شو لکه غر څۀ کاڼى نۀ دى

د غټ غرۀ په پــــــټېدۀ راشي خندا

خزانه چې کور ته وړي ماران ورځي به

بد يې ډېر ښکاري لۀ ښۀ راشي خندا

هر څۀ پاتې شول، بې وسه تش لاس درومي

داسې تګ باندې د غرۀ راشي خندا

غم خوښي او خوښي غم دى اې جاوېده

په څۀ وژاړم، په څۀ راشي خندا

اوښکې نۀ دي پښېمانتيا د يار ده لکه

له خفه سپرلي رحمت ورېدل راشي

د چمن مستو وږمو کې به مې ژوند وي

که رنګينه لمن يار مې يو ځل راشي

له خندا نه ژړا غوره ده جاوېده

اوښکې توى کړه ګوندې مخکې منزل راشي

لکه زنځير باندې تړي څوک لېوني، لېوني

داسې مې تاو شول ستا خيالونه له زړګي لېوني

چېرې دې دا سوچ زړۀ کې کړى و بېغورې ليلا

چې غېر له تا به کوي څنګه زند ګي لېوني

اوس دې هم زلفو ته وږمې د وفا غواړي يو څوک

اوس دې هم لار کې رڼې اوښکې بلوي لېوني

يوازيتوب يې چې ملتيا کړي سيوري هم پرېښودل

خوښوي ځکه له هرڅۀ ډېر تنهايي لېوني

يو څۀ خو خپله دغه ښکلي لېوني دي هسې

خلک د عشق دردمن بدنامه او ګڼي لېوني

سم په پښتو وايه جاوېد ته چې مين يم په  تا

نۀ دې پوهېږي پۀ اردو او په فارسي لېوني

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s