نبوي ځانګړتياوې


نبوي ځانګړتياوي

داځانګړتياوې دوه ډوله دي : ذاتي او نبوي
ذاتي ځانګړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دامت په مقابل كې وركړل شوي دي , او نبوي ځانګړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دنورو انبياوو په مقابل كې وركړل شوي دي

الف- درسول الله صلى الله عليه وسلم ذاتي ځانګړتياوې

نبوة او دنبوة لوازم لكه وحي ,الهي انباء , دحضرت جبرايل عليه السلام راتلل ,او داحكاموتنسيخ , داټول هغه څه دي چې دامت افرادو ته ندي وركړل شوي .بلكه دامت افرادو ته يواځې ريښتينى خوب ,كشف او الهام پاتې دي .
عام مسلمانان پدې شرط چې عدل وساتلی شي يواځې څلور ښځې په نكاح كولای شي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم تر څلورو زياتې ميرمنې هم په نكاح اخيستې شوې .
عام مسلمانان كولای شي چې داهل كتابو له ښځو سره نكاح وكړي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا اجازه نه وه او داځانګړتيا يو قيد وو .
رسول اله صلى الله عليه وسلم ته دا اختيار وركړل شوى وو چې په موجوده نهو بيبيانو كې څلور ځان ته ورنژدې كړي او نورې سره له دې چې دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دنكاح شرف يې درلودخو له ځان څخه يې لرې كړې اوپدې غوراوي كې يې رد او بدل هم كولای شو .
درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته دهغه پاكې بيبيانې هيچا هم نشوای په نكاح كولای .
دشپې لمونځ (تهجد) دعام امت لپاره مستحب دى خو په رسول الله صلى الله عليه وسلم فرض وو .
دڅاښت لمونځ په رسول الله صلى الله عليه وسلم دفرض لمانځه په څير واجب الادا وو .
رسول الله صلى الله عليه وسلم به دمازديګر تر لمانځه وروسته هم دوه ركعته لمونځ كاوه خو امت ته تر مازديګر وروسته او تر ماښام له مخه لمونځ كول روا ندي .
دامت لپاره پر له پسې(بې له روژه ماتي كولو) روژه نيول نه دي روا ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم به څو ورځېپه پرله پسېتوګه پرته له ماتولو روژه نيوله .
درسول الله صلى الله عليه وسلم اودټول اهل بيت لپاره دزكوة دمال خوړل ناروادي
ب

درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوې

له حديثو څخه څرګنديږي چې درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوېپه لاندېډول دي

رعب او نصرت :
تر رسول الله صلى الله عليه وسلم وړاندېدنبيانو مادي ځواك لږ وو, او كه به دحضرت موسى او حضرت داود او حضرت سليمان عليهم السلام په څير نبيانو مادي ځواك درلودهم مګر رعب ورسره نه وو, خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دمادي ځواك ترڅنګ دومره رعب هم وو چې ډير زورور خلك پرته له جګړې كولو څخه دتسليمې کړۍ ته راغلل

دسجدې عام ځای :
تر رسول الله صلى الله عليه وسلم دمخه نبيانو قرباني او عبادت له ځانګړيو ځايونو پرته بل چيرې نه وو روا, خو درسول الله صلى الله عليه وسلم دين په ځانګړو ځايونو پورې ندى تړلى ,هر ځای سجده ,دعا او قرباني كيږي

دپيروانو ډيرښت :
ډيرى انبيا عليهم السلام داسې تير شوي چې دامتونو شميره يې دګوتو تر شمير نه ده اوښتې , خو محمدي امت آن درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې دومره ډير وو چې دحجة الوداع په مهال نژدې سل زره كسان درسول الله شاو خوا راټول وو اودلبيك اللهم لبيك نارې يې وهلې

عامه بلنه :
پخوانيو نبيانو به يواځې يوه قوم يا يوه هيواد يا ديوه مهال لپاره مبعوث كيدل خو دمحمدي رسالت لمن له انسانانو څخه پرته آن تر پيريانو هم واوښته او پيريانوته يې هم سمې لاري ته دراتلو بلنه وركړه

جوامع الكلم :
پخواني كتابونه او صحيفې يو هم جامعيت نه لري ,په ځينو كې يواځې دقومونو تاريخ دى ځيني يې بيا دعقيدې برخې بيانوي او ځينې نور يې هم داسې درواخله خو قرآنكريم هغه يواځينى جامع كلام دى چې د دين او دنيا ټول ګوټونه يې روښانه كړي ,عقايد ,اخلاقيات ,اومعاملات هرڅه پكې شته هرچا څه ترې ايستلي كه څه هم دقرآنكريم ډيره برخه مباركوحديثو واضحه كړې خو بيا يې هم باريكۍ پاتې دي

ددين پوره والى :
الهي دين چې له آدم عليه السلام څخه رانيولی بيا تر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پورې يودين وو او دانبياوو له خوادهمدې يوه دين اصولو ته بلنه كيدله همدا دين دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په بعثت او بلنه سره بشپړشو

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s