زمـــــــــــونږموخه


دلوى اوبخښونکې رب په پاک او سپيڅلي نامه

دچينې ويب پاڼې قدرمنو مينه والو

په پښتوژبه کي چينه دنريواوبويوه بهانده لاره وى اوهرڅوک کوښښ کوى دغه چينى ته دسيل لپاره ورودانګى,  دادى په دى وروستيوکى بريښنايي چينه ستاسى په چوپړ کى ده او تاسى کولاى شى ددغه چيني څخه ګټه واخلى اوخپله تنده موپرې ماته کړى , داهم بايد ووايو چي چينه په اوبو او لارويانوښه ښکاريږي نو ګران کتونکي کولاى شي خپل مطالب راوليږي اوددوى خپل دي چې چينه په دي لاره کى يوازې دهغه مطلب دنشر دنده په غاړه لرې . دچيني موخه يوازې اويوازې ګرانوهيوادوالوته په انجنيري , تخنيکي اومسلکي لاروکې مطالب وړاندې کول دي خو پټه دي پاتي نه وي چي دچيني نورمطالب دهغه دښکلا په زياتوالي کي لويه ونډه لري

چينه يوه مستقله نشراتي ويب پاڼه ده او دکومې خاصې ژبي پلوي نه کوي او ګرانو هيوادوالوته په پښتو , دري او انګليسي ژبو کې مطالب وړاندې کوي

چينه ستاسو نظرونو ته اړتيالري او ستاسی نظرونه به دچیني مطالب رنګين کوي

چينه دخوښى سمبول او دغمجنو شيبو داوښکوپاکولويوازينى مـرجع ده او د

ځوانومحصلينو دهوساودې يوازينى لارده , چينه دانجنيري هيلواواميدونوپور ه کوونکې وسيــــله ده

سيل وړې واک مي ستادې فيصلى ته يم چمتو

ګــــــيلې دې په سرسترګوهم ناغې ته يم چمتو

څرګندون پریږدئ