Category Archives: شـــــــــــــعری ټولګي

دشعري ټولګومينه والو ته


دچينې ويب پاڼې قدرمنو مينه والو !

څرنګه چې شعردانسان ذهني قوى ته وده ورکوي اوله بله پلوه دپښتنوپه ټولنه کې شعر يو ارزښتناک سمبول کڼل کيږي نولازمه ده دچينې ويب پاڼه له دغه ښکلي هنرڅخه بي برخې ونه بولو.

ديادولو وړده چې نوموړى شعرونه اوغزلې داحمد جاويد منګل له شعري ټولګوڅخه دي .هيله من يم چي خپله تنده موپرې ماته شي.

خندا


دوه ځــــــل خـــانـــدي په کاڼۀ راشــــي خندا

توبه ربــــه! خــــــو پـــــه خولــــۀ راشـــــي خندا

مړ موږک يې دى په غـــــاړه عــــبادت کړي

د زاهد په داســـــې کــــړۀ راشي خـــندا

اوس خو غټ شو لکه غر څۀ کاڼى نۀ دى

د غټ غرۀ په پــــــټېدۀ راشي خندا

خزانه چې کور ته وړي ماران ورځي به

بد يې ډېر ښکاري لۀ ښۀ راشي خندا

هر څۀ پاتې شول، بې وسه تش لاس درومي

داسې تګ باندې د غرۀ راشي خندا

غم خوښي او خوښي غم دى اې جاوېده

په څۀ وژاړم، په څۀ راشي خندا

اوښکې نۀ دي پښېمانتيا د يار ده لکه

له خفه سپرلي رحمت ورېدل راشي

د چمن مستو وږمو کې به مې ژوند وي

که رنګينه لمن يار مې يو ځل راشي

له خندا نه ژړا غوره ده جاوېده

اوښکې توى کړه ګوندې مخکې منزل راشي

لکه زنځير باندې تړي څوک لېوني، لېوني

داسې مې تاو شول ستا خيالونه له زړګي لېوني

چېرې دې دا سوچ زړۀ کې کړى و بېغورې ليلا

چې غېر له تا به کوي څنګه زند ګي لېوني

اوس دې هم زلفو ته وږمې د وفا غواړي يو څوک

اوس دې هم لار کې رڼې اوښکې بلوي لېوني

يوازيتوب يې چې ملتيا کړي سيوري هم پرېښودل

خوښوي ځکه له هرڅۀ ډېر تنهايي لېوني

يو څۀ خو خپله دغه ښکلي لېوني دي هسې

خلک د عشق دردمن بدنامه او ګڼي لېوني

سم په پښتو وايه جاوېد ته چې مين يم په  تا

نۀ دې پوهېږي پۀ اردو او په فارسي لېوني

پټوي


څوک چـــــې ايـــــــرو کـــــې لال رڼا پټوي

لـــــکه دروغ بـــــــاندې ريښتيا پټوي

زما غـــربت زمــــــا د پن ټوکې شوې

خو ستا دولت دى چې عيب ستا پټوي

له ستورو ډک اسمان کې څۀ نۀ کيږي

لـــه ژړانـــــد شمعــــې نـــــــــه ژړا پټوي

زمــــــــا خبـــــرې تجــــسس تــــــوري خــــو

دا ستــــــا خــــــبرې نن لـــــه مــــــــا پټوي

چـــــې د هــــــزار خـــــبرو ســــــر يې بولي

دنيـــــا هـــــــم هغـــــه يــــــــوه ويـنــــا پــــټوي

داغ د ټټـــــر د چــــــا جــــــاوېــــــد يــــم لا شم

جـــلـبــل چې څــــــوک رانــــه ځــــــــلا پټوي

احمد جاوېد منګل

د هغو دي


ککرو کې زموږه ځاى خبرې د هغو دي

لاسونه پښتانۀ دي خو ډبرې د هغو دي

چا وې چې سرو ګلانو پام ماليار کړي له ازغونه

اوس زړونه دي زموږه او خنجرې د هغو دي

څوک وايي جنتي اړ دوزخي ته نۀ وي ګورئ

له حورې پښتنې نه ښې سوالګرې د هغو دي

دعا، ښېرا مې څه کړې څۀ لوبغاړي کوي لوبې

سرونه دي زموږه او ډغرې د هغو دي

مېږو غوندې اجل نيولي لا خېږي هوا ته

ځانونه به ددوى وى خو وزرې د هغو دي

اسلام او پښتو متن مو ښۀ وژباړۀ حاشو کې

جاوېده جمات وران ودان مندرې د هغو دي

سړي وژني


دا نېزۀ ســـــــړى اې ګُــــــــلـه ســــــړى وژني

پــــه بــــــــاڼۀ ســــــړى مــــــــــه وله سړى وژني

لېـــــونــتوب نـــۀ دى نــــــور څـــه نوم ورته کېږدم

د بـــــريـدۀ ســـــړى چــــــې خـــــپله سړى وژني

ســـترګــــو، زړۀ، عقــــل او فـکـــر چې خوښ کړى

دومره ښۀ ســــــړى نو څــــــلــــه سړى وژني

د زړګـــــي خبـــــر د زړۀ خلـــــکو ته کيـــــږي

د تـــــربرۀ ســـــړى نـــــو کـــــله ســـــړى وژني

په کـــــاواکـــــو لارو مـــــه ځه کله، کله

ښـــــويـــــده ســـــړى تر تلـــــه سړى وژني

ځينو مـــــړينه وي د قـــــام مړينه جاوېده

آه! د زړه سړى څـــــو ځـــــله سړى وژني

ماته را


ستا دې قسم وي دا خپل غم پرېشاني ما ته را

ستا د ښکلا غوټۍ ګل نۀ کړي ويراني ماته را

ستاپه ښايست کې د لا له غوندې داغ ښۀ نۀ ښکاري

ستا په دا خپل حسن قسم دا بدرنګي ماته را

تل دې وي تانده ستا ځواني ستا دې محفل رڼا وي زۀ

لکه شمعه خير که سوزم دا هستي ماته را

زۀ لکه تريخ بوټى او تۀ لۀ وږمو ډک ګلاب يې

څۀ شي د زړۀ دا مړاويتوب او بربادي ماته را

ستا پښتنو سترګو کې اوښکې د زغملو نۀ دي

دغه عادت اودا خصلت خپل شبنمي ماته را

يو ځل د غاړې هار جاوېد کړه که ونۀ ځلېده

خير بيا پېغور د کس ناکس د نۀ سړي ماته را

احمد جاوېدمنګل

دا چا


چې ماته په کورونو کې ډېوه کړه راته چا

رڼا، ښکلا،خزان اوتوره شپه کړه راته چا

زنځير کړۍ، کړۍ شو که پښتون شو بې اتفاقه

لاس سر چا رانه بېل او غوڅه پښه کړه راته چا

وږمې غوندې له ګل کور نه بې کوره درپه در شوه

ها بوره، وراره، کونډه پښتنه کړه راته چا

په اور باندې پراتۀ يوو د نينو غوندې ټسيږو

د مينې سولې خاوره بيا توده کړه راته چا

له وير ګلابي مخ باندې د اوښکو غوټۍ ځل کا

که مياشت جوړه شفق په لوپټه کړه راته چا

هرکورکې ويرسندرې په هر کور کې جوړ محشر دى

شپېلۍ اسرافيلي چې زمزمه کړه راته چا

سهار چې شي جاوېده بلال چېرې، بېګا هم

شيشکو شپو له زلفو نه ګيله کړه راته چا

احمدجاوېدمنګل


هغه زۀ يم


وړاندې ځـــــي خــــــوګوري شـــــاته هغه زۀ يم

چې زړۀ پاتې وي تــــــرې چـــــــــاته هغـــه زۀ يم

لکـه باز چې په وزرونو باندې شل وي

لکـــه لمر ګـــــل چـــــې پــــــــه لــــــــمر پسې تاويږي

تۀ د ورېځ غـوندې په دنــــــګو غــــرونوګرځې

لۀ هـــررنګ ګـــــلانـو ډکـــــه ونــــــه ســتاده

ته څـراغ په لاس کــــــوږ ځــــــــای ګورې په ماکې

که يوازې شـــــوې او يـــــــاد دې شوم بېغورې

اوس غمګين انځــــــور نــــــه څۀ پوښتې جاوېده

حــــال ويلــــی نــــــــه شـــــــــي تاته هغه زۀ يم