Category Archives: ليکــــــــنې او مشقونه

د ماینونو په هکله پوهاوی


د ماینونو په هکله پوهاوی روزنیز موډل یا بیلګه

لومړۍ برخه – سریزه

داسې اټکل شوی دی چی په ټول افغانستان کې ۱۰ میلیون ماینونه ځای پر ځای شوي دي. ماینونه او ناچاودلي توکي تقریباْ د افغانستان په هر ډول اراضۍ کې شتون لري. د دغو ماینونه زیاته برخه پخپل سر او بی له کوم ریکارډ څخه چې د دغو ماینونو ټاکلی ځای په ګوته ګړي، ځای پر ځای شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان داسې اټکل لري چې ۱۵۰ ولسوالۍ په ټول افغانستان کې په ماینونو لړي دي یا ماینونه پکې شتون لري. همدارنګه ماینونه د افغانستان په سرحدونو کې ډیرې ستونزې منځ ته راوړي چې افغانستان ته د ګډوالو د بیرته ستنیدلو په لار کې د چالشونو لامل ګرځي.

ځمکني ماینونو په افغانستان کې تقریباْ د ژوند ټول اړخونه تر خپل اغیزې لاندې راوستي دي. دغه ماینونه د ملکي وګړو د وژلو او کلک ټپي کولو لامل ګرځي، بنسټیز او د بیارغاونې فعالیتونه له خنډ سره مخامخ کوي او همدارنګه د دغه ملک لپاره د معیوبیت یو میراث پرځای پریږدي.

دوهمه برخه لرلید، موخې، مقصدونه او روزنیز ټکي

2. 1 لرلید

د ماینونو څخه د یو پاک افغانستان جوړول – د بشري ستونزو او د هغو د بلعکس اغیزو کمول او د بیارغاونې او بنسټونو په برخه کې د کوښښونو زیاتول.

2. 2 موخه – د ماینونو په سیمه کې او په هغو سیمو کې چې پکې د ماینونو د شتون امکان لیدل کیږي د کار د خطرونو کمول.

2. 3 روزنیز مقصدونه د دغه پروګرام په پای کې به ګډونکوونکي وشي کولای چې:

.    د هغو خطرونو په هلکه توضیحات ورکړي چې له ماینونو څخه منځ ته راځي؛

.    د ماینونو د بیلابیلو ډولونو او دهغو د چاودیدلو د طریقو په هکله معلومات ورکړي؛

.    د احتیاطي مواردو په هکله چې باید د ماینونو د شتون په سیمه کې په پام کې ونیول شي معلومات ورکړي؛

.    هغه سیمې لست کړي چې ښایي پکې ماینونه شتون ولري؛

.    د ماینونو د شتون نښې نښانې لست کړي؛ اود هغو لازمو کړنو په هکله به معلومات ورکړي چې یو څوک ګمان وکړي چې د ماین سیمې ته ننوتلیدی.

2. 4 – روزنیز اساسي ټکي:

.   ماینونه دوست او دښمن نه پیژني. هر څوک د ماین پروړاندې زیانمن کیدلای شي؛

.   هغو سیمو ته چې په هغو کې د ماین خطر موجود وي او یا هم هغو سیمو ته چې د هغو په هکله معلومات نلړۍ سفر مکوۍ؛

.    لارې چارې پیدا کړۍ ترڅو د ممکنه خطرونو په هکله معلومات ترلاسه کړۍ: د سیمه ییزو خلکو، د    ماین پاکونې دټیمونو او همدارنګه د نورو مؤسسو سره چې په سیمه کې فعالیت لري خبرې وکړۍ؛

.   که چیرې تاسو د ماینونو څخه په یوه ډکه سیمه کې بند پاتې کیږۍ خپل نور کسان خبر کړۍ، آرامه ووسۍ، تلوارمکوۍ او بې حوصلې نشۍ؛ اود ماینونو د پیښو په هکله رپوت ورکړۍ او نور کسان د ماینونو د خطر څخه باخبر کړۍ.

دریمه برخه – د ځمکني ماینونو څخه پیدا شوي ستونزې

تر ځمکې لاندې ماینونه هغه ماینونه دی چې ندي چاودلي، له همدی کبله د دوی شمیر میلیونونوته رسیږي. د هغو ماینوو د شمیر په هکله چې تر ځمکې لاندې دي بیلابیل اټکلونه موجود دي او دا خبره چې په ټوله نړۍ کې ۱۰۰ میلیون ماینونه شتون لري نقلي بڼه لري. په نړې کې ډیري ماینونه پخپل سر او پرته له کوم پلان او نقشې څخه د بیلابیلو کسانو لخوا په منځکه کې ښخ شوي دي او د دغو ماینونو د دقیق او ټاکل شوي موقعیت په هکله هیڅ معلومات او ریکار موجود ندی. له همدې کبله د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې کله چې جګړه پای ته رسیږي ماینونه پرته له کومه نښې نښانې او کشف څخه پاتې کیږي او په راتلونکې کې کله چې کوم څوک یا کوم شې ورسره ولګیږي چاودنه منځ ته راځي. د خواشیني خبره داده چې ماینونه معموملاْ د هیوادونو د بنسټونو د فلجولو لپاره ځای پر ځای کیږي او زیاتره په هغو سیمو کې ځای پر ځای کیږي چې ملکي کسان پکې لمنځه ځي. ماینونه په معموله توګه د اوبو په سرچینو او کرهنیزو ځمکو کې ځای پر ځای کیږي.  ملکی وکړي یواځې یوه لاره لري یا داچه خطر پرغاړه واخلي او خپل د کور نفقه ترلاسه کړي او یا هم داچې له سیمې څخه کډه وکړي. دوهم انتخاب تل یوه سمه لاره نه ګڼل کیږي.

ډیري ماینونه د پلاستیکو څخه جوړ شوی دي او ډیر مشکل دی ترڅو د ماین د يیژندنې د وسایلو په مرسته چې په اصل کې د وسپنیزو شیانو د پیژندلو لپاره دي کشف شي. د دې ترڅنګ چې ماین پاکي یوه خطرناکه دنده ده، یو ډیر اوږد او لګښتمن بهیر هم ګڼل کیږي. له همدې کبله ماینونه به د یوې اوږدې مودې لپاره پر ځمکه پاتې شي. د یو اټکل پر بنسټ هره میاشت په ټوله نړۍ کې ۲۰۰۰ تنه د ځمکني ماینونو له امله ټپی کیږي، چې د دغه کسانو نیمایي برخه د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، د دغو قربانیانو زیاتره برخه هغه ښځې، نارینه او ماشومان جوړوی چې د ورځنۍ نفقې د پیدا کولو لپاره په کار او بار بوخت وي.

مرستندوی کارکوونکي ځینې وخت باید د ماین څخه ډکو سیمو ته لاړ شي او یا هم هلته کار وکړي. له همدې کبله اړینه ده تر څو دوی د ماینونو د خطرونو او د ممکنه خطرونو د کمولو لارو چارو په هکله لازم معلومات تر لاسه کړي.

څلورمه برخه د ځمکني ماینونو ډولونه

په نړۍ که ډول ډول ماینونه شتون لري چې د بیلابیلو هیوادونو لخوا جوړ شوي دي (په نړۍ کې یوازې ۳۵۰ ډوله د پرسونل ضد ماینونه موجود دي). لاندې په لنډه توګه د ځینو مهمو ماینونو د نومونو او ډولونو په اړوند توضیحات ورکړل شوي دي.

خبرتیا

په دغه خبرې پوهیدل چې ځمکني ماینونه څه شکل لری یا څه شي ته ورته دي پدې مانا نده چې تاسو وشۍ کولای چې په  سیمه کې ماینونو ته لاس ورنږدې کړې او یا هغه ولیږدوۍ. بلکه مقصد دادی ترڅو تاسو وکولای شۍ چې ماینونه له نورو شیانو څخه توپیر کړې ولې چې ځمکني ماینونه معمولاْ تر ځمکې لاندې ښخ، د شکل په بدلولو سره پټ او مهمه داچه ډیره سخته ده ترڅو وشو کولای هغوی په سترګو ووینو.

د پرسونل ضد ماینونه

د پرسونل ضد ماینونه د دې لپاره جوړ شوي دي ترڅو هر هغه کس چې ور سره تماس نیسي ټپي او یا هم ووژني د بیلګې په توګه د یو ارتباطی سیم د کشیدو له لارې چې د دام شکل لري او یا هم پر خپله ماین د مستقیم فشار د راوستلو له لارې. که څه هم دا ماینونه تل د لاس په مرسته ځای پر ځای کیږي، خو کیدای شي چې د الوتکې او یا هم د نورو وسایلو لکه هاوانونو او توغندیو په مرسته هم د ځمکې پر سر وشیندل شي . د پرسونل ضد پنځه ډوله مهم ماینونه شتون لري چې دادي:

4. 1. 2 بلستیکي یا انفلاقی ماینونه :د دغو ماینونو ډیري هغه مهال چوي چې مستقیم فشار پې راشي او یا هم ترپښو لاندې شي. دغه ماینونه عموماْ د استوانې شکل لري چې له ۷ څخه تر ۱۶ سانتیمټرو پورې قطر او له  څخه تر ۱۰ سانتیمټرو پورې جګ والی لري. د دغو ماینونو ځینې ډولونه یوڅه لوی او د مستطیل یا د بوټونو د کارټن شکل لري. هر هکله چې دا ماینونه ځمکه کې ځای پر ځای شي یوازې د خپلې چاودنې د شدت له امله د انسان د مړینې یا ټپي کیدلو لامل ګرځي. د دغو ماینونو زیاته برخه د پلاستیک څخه جوړ شوي دي او له همدې کبله مشکله ده چې کشف شي. دغه ماینونه زیتوني، قهوه یي، زرغون، تور، نصواري او فولادي رنګونه لري. د بیلګې په توګه د روسي  PMN ډوله د پرسونل ضد ماین.

4. 1. 3 چره دار ماینونه: دغه ماینونه د لرګي پرسر یا پر ونو د ځمکې څخه تقریباْ ۲۱ سانتیمټره اوچت ځای پر ځای کیږي. دغه ماینونه د سرسوټه ماینونو په نامه هم یادیږي. دغه ماینونه د خپل ارتباطی سیم په مرسته عیاریږي او وسپنیز پوښ لري او په داسې شکل جوړ شوي دي چې روسته د چاودنې څخه په چروو یا وړو ټوټو ویشل کیږي او یا هم مخکې له مخکې چرې ترې چار چاپیر پیچل ګیږي چې د ماین د چاودنې د شدت په مرسته دغه چرې هرې خواته خپریږي او د انسان د مړینې یا ټپي کیدلو لامل ګرځي.  د بیلګې په توګه د روسي  POMZ-2 ډوله ماین او د یوګسلاوي TMR 2 ډوله ماین.

4. 1. 4. چره دار پرشي ماینونه: دغه ماینونه تل د ارتباطي سیم د کشکیدلو او یا هم د مستقیم فشار له لاری چوي. هر کله چې د دغو ماینونو سیم کش شي او یا هم پرې مخامخ فشار راوستل شي، ځای پر ځای د هوا خواته د انسان د سینې په اندازه الوزي او بیا چوي. روسته د چاودنې څخه چرې شاو خوا د ۳۶۰ درجو په اندازه خپریږي چې تر ۳۵ مټرو د انسان د مړینې او تر ۱۰۰ مټرو او تر هغه زیات واټنه پورې د انسان د ټپي کیدلو لامل ګرځي. پرشي ماینونه د قطي یا چلم شکل لري او پخپل سر یو یا څو فیوزه او یا وتلي واړه سیمونه لري. دغه ماینونه په عمومی توګه ۱۵ سانتي مټره قطر او ۲۸ سانتیمټره جګوالی لري. روسته لدې څخه چې دغه ماین تر ځمکې لاندې ښخ شي دهغه فیوزونه چې د میخ شکل لري په ډیرې آسانۍ سره په سترګو لیدل کیږي. ارتباطي سیمونه کیدای شي چې د دغه ماین څخه  تر ۳۰ مترو پورې لرې نصب شي. د بیلګې په توګه ایټالیوی  Valmara 69 ډوله ماین.

4. 1. 5 چره داره کنترول کیدونکي ماینونه: دغه ماینونه د سیم یا ریموټ کنټرول په مرسته انفجار کوي. معمولاْ دغه ماینونه د یو مستطیل شکله قات شوي قوطي بڼه لري چې دوه پایې لري. دغه ماینونه هغه ټاکل شوي خواته چې مخکې له مخکې ورته عیار شوی دی ساچمې په ډیر سرعت استوي. روسته د چاودلو څخه دغه ماینونه کولای شي چه یوه ۶۰ درجه زاویه تر خپل پوښښ لاندې راولي او د ډیرو سختو ټپونو لامل وګرځي او همدارنګه تر ۵۰ مټرو پورې انسان لمنځه یوسي. د بیلګې په توګه امریکایي M-18 Claymore ډوله ماین او روسي MON-50ډوله ماین. د دغه ډلې غټ ډول ماینونه چې دایروي شکل لري کولای شي چې نقلیه وسایط او موټرونه لمنځه یوسي.

4. 1. 6 خوشه یي ماینونه: دغه ماینونه د هوا د لارې د الوتکې، چورلکې او یا هم د توپ او توغندي په مرسته پرته له چاودنې څخه پر منځکه شیندل کیږي او ځینې یې سیمونه لري چې منځکې ته د رسیدلو پر مهال دغه سیمونه خلاصیږي او عیاریږي. دغه ماینونه تر دې حده واړه دي چې د لاس په اورغوي کې پټیدای شي. بلستیکي پتنګ شکله یا شاپرکي PFM-1 ډوله روسي ماین چې په افغانستان کې ډیر پیدا کیږي د ځمکې پرمخ په ډیره آسانه توګه فرش کیدلای شي. د دغه ماین وزرې د ماشومانو پام ځان ته را اړوي. د دغو ماینونو ډیر زیات تعداد کولای شو په یوه محدوده سیمه کې پیدا کړو. لدې کبله کله چې د دغو ماینونو یوه دانه په یو ځای کې پیدا کوۍ، دا دغې خبرې ښکارندوی دی چې د دغو ماینونو ډیر تعداد په دغه سیمه کې شتون لري.

د ټانګ ضد ماینونه

د ټانګ ضد ماینونه معمولاْ حلقوي یا دایروي شکل لري چې د وسپنې او یا پلاستیک څخه جوړ شوي دي او قطر یې ۲۳ تر ۴۰ سانتیمټرو او جګوالی یې له ۱۰ تر ۱۶ سانټی مټرو رسیږي. په دغو ماینونو کې د لازیاتې ورانې یا تخریب لپاره کیدای شي چې تر ۱۴ کیلوګرامو چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شي. د ټانګ ضد ماینونه د جنګي ټانکونو او زغره والو پوځي او ملکي موټرو د لمنځه وړلو لپاره جوړیږي. دغه ماینونه په ډیر آسانۍ سره کولای شي ساده موټر یا هغه موټر چې زغره وال ندي لمنځه یوسي او مرستندویو او د بیارغاونې د برخې کارکوونکو ته د بیلابیلو تلفاتو لامل ګرځي.

د ټانګ ضد ماینونه ښایي د ځمکې پر سر هم کیښودل شي (د بیلګې په توګه په امنیتي پوستو کې د یو خنډ په بڼه) او همدارنګه دغه ماینونه معمولاْ د ځمکې د کچې څخه څو انچه لاندې ترخاورو منډل کیږي. د دغه ماینونو د چاودلو لپاره ډیر وزن ته اړتیا ده لکه د نقلیه وسایطو او د ټانکونو وزن. د دغو ماینونو ځینې ډولونه د یو کوږ راډ او یا یو میخانیکي سیم په مرسته چې فیوز پورې تړلي دي انفجار کوي. د دې لپاره چې دغه ماینونه له منځکې څخه ونه ایستل شي
ځینې وخت یو ماین د بل ماین پر سر ایښودل کیږي. له همدې کبله کله چې یو ځای کی د ټانګ ضد ماین مو ترسترګو کیږي نو پام ساتۍ چې هلته په نږدوکې د پرسونل ضد ماینونه هم شتون لري.

نا چاودلي توکي او پټ دامونه یا لومې

سربیره پر ماینونو، په هغو سیمو کې چې جګړه شتون لري یا شتون یې درلود ناچاودلي توکي لکه: لاسي بمونه، د هاوان مرمۍ او د توپونو خولوونه، بمونه، د راکټ مرمۍ او خوشه یې بمونه موجود وي. په ډیرو جنګ جګړو کې زیاته برخه مهمات ناچاودلي پاتې کیږي چې پخپله دا یو وژونکی میراث ګڼل کیږي چې د یوې ضربې په رسیدلو سره لکه ماین انفجار کوي. همدې لپاره پام مو وي چې:

. هیڅ وخت هغو چاودیدونکو توکوته لاس مه وروړۍ چې ستاسو شاوخوا پیدا کیږي؛

. هیځ کله کوم شیان چې د لوبو د سامان او یاهم د سوغاتي په بڼه په لاره پراته وي مه پورته کوۍ.

پټ دامونه یا لومې دومره معمول ندي خو دا پدې ماناهم نده چې ځان د هغو د موجودیت څخه بې خبره وساتو. د استراتیژیکي له پلوه د استفادې وړ او با ارزښت مواد د جګړو پرمهال کیدای شي پت دامونه یا لومې وګڼل شي لکه: پوځي تجهیزات، د سوند د موادو ذخیرې، څاه ګانې، د تیلو ټانکونه، د اوبو ټانکرونه، د برښنا د تولید تجهیزات، دولتي تعمیرونه او داسې نور. ممکنه اهدافو او مشکوکو توکو ته تر هغه مهاله پورې نږدې کیږۍ مه چې د مسوولو پوځي کسانو او یا اړوندو موسسو لخوا چک او کنټرول شوي نوي. تاسو پخپله او یا هم ستاسو موسسه یواځې کولای شۍ چې د خطر ځایونه په نښه او اړوندو مسوولینوته د سیمې د چک او کنترول لپاره لاره هواره کړۍ.

پنځمه برخه احتیاطي ټکی یا اقدامات

دنړیوال قانون پر بنست د ماینونو څخه تولې ډکې سیمې باید د ماینلرونکو سیمو په توګه د پارامتریکو دیوالو او مارکرونو په مرسته په واضحه توګه په نښه شي. خو په ډیرو جګړو کې، ماینونه پرته د داسې نښو نښانو او مارکرونو ځای پر ځای شوي دي. د هیواد ډیرې زیاتې برخې ښایي د ماینونو څخه ډکې وې چې د انسانانو، ژوو او د موټرو تلفات زمونږ د دغې خبرې پخلی کوي. له همدې کبله دا ډیره مهمه ده تر څو په سیمه کې د کار پر مهال یو لړ اساسی ټکي په پام کې وساتو.

.    د خطرونو د ارزونې لپاره د کارپوهانو څخه د مرستې غوښتل؛

.    د پروژې د کارکوونکو لپاره د ماینونو څخه د خبرتیا  په هکله د روزنیزو پروګرامونو په لار اچول؛

.    هغو سیمو ته نه ورتلل چې پکې د ډیر خطر امکان موجود وي؛

.     د پیښو د ثبتولو د یو دفتر (کتاب) جوړول او نورو سره  د ماین د پیښو د رپوټ ورکونې په هکله همکاري کول؛ او

.     د سیمه ییزو همکارانو په مرسته د نوو معلوماتو ترلاسه کول.

دسفر لپاره چمتو کیدل

مخکې لدې څخه چې هرډول نا بلدې سیمې ته ورننوځۍ تر ممکنه حده پورې د دغې سیمې په هکله معلومات ترلاسه کړۍ. وپوښتۍ چې آیا دغې سیمې ته موټر تګ راتګ کوي او کنه. که چیرې پوه شوې چې دغې سیمې کې د ماینونو د شتون امکان لیدل کیږي او پرته لدې څخه چې د دغه سیمې څخه ورتیر شۍ بله لاره نلرۍ، نو چمتو شۍ او خپل ځانکړی پام هغو سیمو ته واړوې چې ماین لرونکو سیموته ورته وي او د ماینونو د نښو نښانو یا علایمو په لټه کې شۍ.

دغه ټکي د چمتووالي په توګه په پام کې ونیسۍ:

.    خپل مسیر مخکې لمخکې پلان کړۍ (لږ تر لږه هغه لار چې په پام کې یې لرۍ او سیمې ته د رسیدلو د وخت اټکل) او خپل د سفر پلان امنیتي څانګې ته وروسپارۍ؛

.    له امنیتي څانګې سره اړیکه ټینګه کړۍ؛

.    پخپل موټر کې لځانه سره د طبي لومړنیو مرستو ښه اسباب ولرۍ او د دغو اسبابو د کاراخستنې په هکله پوهاوی ترلاسه کړۍ(اوږده بنداژونه حتماْ لځانه سره ولرۍ)؛

.    لځانه سره اوبه، اشتبني یا اضافي ټیر او د موټر د کش کولو لپاره رسۍ یا کیبل ولرۍ؛ او

.    ډاډ ترلاسه کړۍ چې ستاسو دلارې ټول انډیوالان  د ماینونو په هکله معلومات ولري او باید پدې باندې پوه وي چې د ماین د پیښې په مهال څه وکړي (لاندنیو ټکو ته ځیر شۍ).

ماینونو څخه د ډکو سیمو پیژندل

ماینونه د یاغیانو لخوا د خلکو د وژلو او ټپی کولو لپاره ځای پر ځای کیږي تر څو د ټګ راتګ لپاره خنډ جوړ کړي.په یو بحراني او د محاصرې په حالت کې ماینونه تل د یو ښار د دفاع او تعرض او یا هم ښار ته د دښمن د راننوتلو څخه د مخ نیوي لپاره ځای پر ځای کیږي. همدارنګه ماینونه د لارې د بندولو او یو لړ سیاسي، ټولنیزو او اقتصادی دلایلو لپاره د خلکو د ډارولو په موخه ځای پر ځای کیږي. همدا دلیل دی چې ماینونه په کروندو، باغونو او کلیو کې ځای پر ځای کیږي.

د جګړو، د جګړو د ڼیټې او د محاربوي تکتیکونو په هکله پوهیدل ښایي د دغې خبرې په معلومولو کې مرسته وکړي چې د ماینونو څخه څرنګه استفاده شوې یا استفاده کیږي او همدارنګه د ماینونو د ممکنه سیمو په هکله د معلوماتو په لاسته راوړلو کې.

هغه سیمې چې ښایي پکې ماینونه شتون ولري

.    د تلاشي پوستې (په داسې ځایونو کې ماینونه په څرګنده توګه د لیدلو وړ دي ترڅو ټرافیک یا موټر هغې خوا یا لارې ته هدایت کړي چې د کنټرول وړ وي)؛

.    په تنګو لارو کې لکه تنګې درې؛

.    د سړک په جګو او ټیټو کې؛

.    د سړک په غاړو او یا ویالو کې؛

.     د سړک په غوچوړو کې؛

.     پر سړک پراته هر اضافی شیان، پلاستیکي کڅوړې او داسې نور شیان د موټر لاندې نکړۍ؛

.    د هغو غوچوړو منځ او شاوخوا چې د بم، راکت او نورو توغندیو لخوا منځ ته راغلي؛

.    د پارکنګ په سیمو او د دوو سړکونو د یوځای کیدلو په سیمه کې؛

.    د خرابو وسایلو او تجهیزاتو شاوخوا (د ضرورت وړ شیان)؛

.    په مورچلو کې د هغو تعمیرونو په شمول چې په تیرو وختونوکې د پوځي کسانو لخوا نیول شوي ول؛

.    هر هغه جوړښت چې د دفاعي مورچې په توګه ترې کار اخستل شوی وي؛

.   هر جوړښت او یا تعمیر چې د ژوند د اړینو تجهیزاتو له جملې څخه وي یا ول لکه د برښنا استیشنونه، د راډیواستیشنونه، ګدامونه او دولتي دفترونه؛

.    په هغو تعمیرونوکې چې مورچو او یا پټ ځایونوته ورته وي؛

.    په پلونو او یا هم هغو لارو کې چې پلونو او عبوري ځایونو ته رسیږي؛

.    په هغو لارو کې چې مهمو کلیو او د ولسوالیو مرکزونو ته رسیږي؛

.    هغه سیمې چې کانالونواو ویالوته رسیږي؛ او

.    هر هغه سیمه چې دښمنې خواوې پر هغه جګړه کړې وي، ولې چې دواړو غاړو ځان ته دفاعي پوستې جوړې کړي دي. په داسې سیمو کې ماینونه ښايي په ټیټو ځایونو کې چې د دښمنو خواوو تر منځ وي او دوه تپې یې سره بیلې کړي وي ځای پر ځای شوې وي. همدارنګه پولې، د بلنداژونو، د توپونو د پټ ځایونو، د ټانکونو د ځایونو، او  د نورو پوځي ځایونوشاوخواوې.

د ماینونو د شتون نښې نښانې

.    هغه استاندارد علامې یا نښې نښانې چې په یوه سیمه کې د ماینونو شتون څرګندوي یو مربع یا مثلث شکله علامه ده چې رنګې سور او دهغه په منځ کې د انسان د ککړې جمجمه او دوه هډوکې چې د چلیپا په شکل د یو بل پر سر راغلي دي انځور شوي دي چې ورباندې په سیمه ییزه ژبه خطر!! یا ماین !! لیکل شوی دی؛

.    هغه نښې نښانې چې په یوه سیمه کې د ماینونو ښکارندوی دي دا دي: د ډبرو کوټې، د چلیپا په شکل پر یوبل ایښودل شوي لرګي، د لرګي پر سر تړل شوي واښه یا بوټي او داسې نور؛

.    ځینې خنډونه چې د لارې لارښوونکي دي؛

.    د ځکمې پر مخ غیر منظم غوچوړي او سوري؛

.    غیر معمولي شکلونه او رنګونه؛

.     زاړه لرګي یا تیران په ځانګړي توګه هغه لرګي چې ورباندې داسې سیمونه تاو شوي یا تړل شوي وي چې د ماهیانو د نیونې سیمونو ته ورته وي؛

.     مړه ژوي یا د مړو ژوو بقایا؛

.     هغه درزونه یا سوري چې په بوټو او ځکمه کې منځ ته راغلي وي؛

.     ورانه سیمه او یا هغه سیمه چې د بوټو او یا اغزیو څخه پاکه شوې وي؛

.     وران او ویجاړ بکسونه او قوطي؛

.     وران او ویجاړ موټرونه؛

.     هغه لارې او سړکونه چې د سیمه ییزو خلکو لخوا تړل شوي وي؛

.      پر ځکمې پراته وسپنیز او د لرګیو جوړ شوي شیان؛

.     هغه دیوالونه چې یو وخت د ماین لرونکې سیمې علامې پرې وهل شوې وې؛

.     هر کله چې یو ماین وچوي یو ځانکړي غوچوړی منځ ته راوړي، چې دا غوچوړی ګرد یا دایروي شکل لري په داسې حال کې چې د مردکیو او توغندیو د لګیدلو له امله هغه غوچوړی چې منځ ته راځی بیضوي یا د هګۍ شکل لري او د مرمې د لګیدلو ځای پر یو کنج وي؛

.     هغه کرهنیزې ځمکې چې بوره پرتې وي او یا هم هغه فصلونه چې رسیدلي وي خو لو شوي نوي؛

.     سیمونه په ځانګړي توګه هغه سیمونه چې وسپنیز وي او د کالیو د تناب شکل ولري چې دغه سیمونه د پرسونل ضد چره دار ماینونو او یا نورو ماینونو او جامدو شیانو سره تړلي وي؛ او

.     راډونه یا سرکوزي سیمونه – په هر ځای کې وسپنیز راډونه چې له ۱۶ سانتیمټرو څخه تر یو مټره پورې جګ والی ولري تل د ماینونو میخانیکي فیوزونو سره وصل وي. دغه راډونه په داسې شکل جوړ شوي دي چې هرکله څوک ورسره ولګیږي ماین انفجار کوي.

دا خبره په پام کې ولرۍ چې ماینونه یو ځای څخه بل ځای ته انتقال کوي. هغه ماینونه چې په اوچت ځایونو کې دي ښايي لاندې ځایونو ته انتقال شي. پلاستیکي ماینونه د اوبو ضد ماینونه دي او دومره کلک جوړ شوي دي چې هوا ورننوتلی نشي او کولای شي چې په اوبو کې لامبو وکړي. د سختو اورښتونو په مهال ماینونه د خاورو څخه باندې را ووځي او د اوبو د جریان په مرسته تر یوه واټنه پورې لاندې خواته هغه سیمې ته چې مخکې له ماینونو څخه پاکه شوې کډه کوي. همدې لپاره د اوبو د جریان، ویالو، زاهکشونو او د سړک وړو پلونو ته متوجه ووسۍ.

شپږمه برخه د ماینونو څخه ډکې سیمې ته نه ننوتل

د ماینونو په اړه معلومات ترلاسه کړۍ، ښایي تاسو ته په یوې سیمې کې دنده در وسپارل شي چې د ماینونو او ناچاودلو توکو څخه ډکه سیمه وي.

هر کله چې یوې نوې سیمې ته ځې پوښتنې وکړۍ ترڅو په دغه سیمه کې د ماین د خطرونو څخه باخبر شۍ. د سفر پر مهال د ماینونو په اړه وپوښتۍ. مدام د نورو موسسو، ځایي خلکو او نورو کسانو سره په تماس کې شۍ.

د ځایي خلکو په ځانګړي توګه د بزګرانو او مالدارانو څخه د هغو سیمو په هکله چې په اړه یې معلومات نلرۍ وپوښتۍ. خو په پتو سترګو پرچا باور مکوۍ. امکان لري چې دوې له هغه څه څخه چې ادعا کوي لږ معلومات ولري یا د ماینونو د موجودیت په اړه کامل معلومات ونلري. کارکوونکي مدام فکر کوي چې ژباړونکي، بلد کسان او یا موټر چلوونکي د سیمې د خطرونو په هکله کامله پوهه لري، خو امکان لري دوی دغه پوهه ونلري. لدې کبله مهمه ده ترڅو امکان لري سوال وکړۍ او که بیاهم متردد یا شکي یاست بیرته را وګرځۍ.

د موټر چلولو په مهال احتیاطي اقدامات یا ټکي

.       د پورتنیو لارښونو څخه ملاتړ وکړۍ. هیڅکله هغې سیمې ته مه ورننوځۍ چې هلته مخکې لتاسو څخه بل موټر نوي تللای او یا پر هغه سړک مځۍ چې بلد نیاست؛

.     که چیرې د بل موټر شاته روان یاست باید هغه سره کافي واټن ولرۍ؛

.     له خپل خط اوسیر څخه مه وځۍ. که چیرې کوم موټر یا خنډ لاره بندوي بیاهم هیڅکله له سړک څخه مه وځۍ. دا غوره ګڼل کیږی چې بیرته را وګرځۍ او خپل ځان یو خوندي ځای تر ورسوۍ؛

.     پر غوچوړو، د سړک پر نویو جوړشویو سوریو، پر نا پیژندل شویو شیانو او د سړک پرسر پر پرتو شنو او بوټو خپل موټر مه بیایۍ؛ او

.     د توقف په مهال موټرونه یوبل سره نږدې ودروۍ. له کتار یا سړک څخه مه وځۍ.

معمول غلط فهمۍ لرې کړۍ: ګړندی سفر یا ډیر سرعت د ماین څخه د تیښتې لامل نګرځي. هغه مهال چی چاودنه منځ ته راځی د چاودنې شدت زرګونه متره په یو ثانیه کې وي. تاسو نشۍ کولای د داسې یو حالت څخه ټیښته وکړۍ.

اوومه برخه د ماین د پیښو پروړاندې غبرګون

که چیرې پورتني احتیاطي لارښوونۍ په پام کې ونیول شي، د یوې پیښې خطر څو واره کمیدای شي. په همدې توګه هر احتیاطي ټکی چې له وسه مو پوره وي هغه وکړۍ! ولې چې په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د احتیاطي ټکو د پوهیدلو او د هغو په پام کې نیولو سره سره، ښایي تاسو د ماین د انفجار له پیښو سره مخامخ شۍ، نو د دې لپاره چې په یو اضطراري حالت کې باید څه وکړو په دغې برخه کې لنډ عمومي لارښوونې راغلي دي. په داسې حال کې چې وضعیتونه فرق کوي، نو اړینه ده ترڅو په سیمه کې د ماینونو او ناچاودلو توکو په هکله د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره سیمه اییز اړوند او ډاډمن سرچینې وپیژنو.

که چیرې تا سو یو ماین پیدا کوۍ:

کوښښ مکوۍ ترڅو هغه خنثی او یا هم ټوټه-ټوټه کړۍ.

هیڅکله هغه ته لاس مه وروړۍ او زیار مباسۍ ترڅو هغه له یو ځای څخه بل ځای ته ولیږدوۍ.

کوښښ مکوې ترڅو په یو ډول یا یوې وسیلې هغه ته انفجار ورکړۍ.

7. 1 که چیرې تاسو د قدم وهلو پر مهال ماین سره مخامخ کیږۍ:

–   ځای پر ځای ودریږۍ. هغه کسانو ته چې ستاسو دلارې مل دي په جګ آواز غړ کړۍ ترڅو ودریږي او هغوې ته واضحه خبرتیا ورکړۍ لکه: ودریږۍ، دلته ماینونه دي!  ؛

–   تر کومه حده چې امکان لري آرامه او راحت ووسۍ او نور کسان هم مه پریږدۍ چې وارخطا او اندیښمن شي؛

–    د لومړیو طبی مرستو د رسولو لپاره پر هغه کس چې ټپي شوی دي ګڼه ګوڼه مه جوړوۍ ولې چې داکار ښایي د نورو کسانو د ټپیکیدلو لامل وګرځي؛

–    په هغه ځای کې چې ولاړ یاست، خپلې شاوخوا سیمو ته نظر واچوې ترڅو که چیرې نور ماینونه او یا هم ارتباطي سیمونه هلته شتون ولري ووینۍ؛

–    که چیرې ممکنه وي د مرستې د غوښتنې لپاره خپل موجود ارتباطي وسیلې څخه ګټه واخلۍ او د: وخت، موقعیت یا ځای، د ټپیانو د هویت، د ټپونو د نوعیت، اړینو مرستو او د سیمې څخه د وتلو د لارو چارو (که چیرې پوهیدۍ) په اړه معلومات ورکړۍ؛

–    دا غوره ګڼل کیږي چې پخپل ځای کلک ودریږۍ او مرسته وغواړۍ، یواځې په هغه صورت کې چې ارتباطي وسایل ونلرې او د مرستې د ترلاسه کولو لپاره کومه بله لاره چاره پاتې نوي، یو کس د مرستې د غوښتلو لپاره واستوۍ؛

–    په هغه صورت کې چې د ماین پاکونې د برخې روزل شوي کسان موجود وي، له هغو څخه غوښتنه وکړۍ ترڅو تاسو ته تر خوندي ځایه پورې لاره پاکه کړي؛

–    که چیرې تاسو پخپله غوښتل چې د سیمې څخه ځان وباسۍ، نو باید هغه خوندي ځای ته ځان ورسوۍ چې تاسوته ډیر نږدې وي. دغه ځایونه کولای شي د بیلګې په توګه هوار سړک او یاهم ډبرین کلک سړک وي چې ستاسو په نږدیوالي کې پروت وي؛

–    پخپلو سترګو هغه لار وټاکۍ چې تاسو خوندي ځای ته رسوي. که چیرې په داسې یوه ځای کې یاست چې ستاسو د پښو چاپونه پرخاوره ښکاري، نو د خپلو د پښو د وړاندیني چاپونو یا پلونو له لارې بیرته را وګرځۍ؛

–    که چیرې د سیمې څخه د راوتلو لپاره هیځ کومه واضحه لاره شتون ونلري، په دغه صورت کې کړنلاره داده چې خپلې لارې ته سترګې واچوۍ ترڅو هغه ارتباطي سیمونه چې ستاسو شاوخواته تیر شوي دي په ستر ګو ووینۍ او د ماین د لټولو لپاره ځمکه سیخ ووهۍ. دا د خطر څخه ډک یو کار دی، خو ښایي تا سو ورته اړ شۍ او دغه کار ډیر حوصله او آرامتوب غواړي. دا خبره ډیره مهمه ده چې د سیخ وهلو پرمهال ځان ښه ډاډه کړۍ چې ستاسو مخې ته ارتباطي سیمونه چې د دام یا لومې په موخه غزول کیږي موجود نوي. د ماین ارتباطي سیم یو نرم سیم دي چې د یو متره څخه زیات اوږدوالی لري او په ډیر کم فشار سره قات کیږي. کیدای شي دغه ارتباطي سیم د بیلګې په توګه د یو اوږد لین، د اوږدو شنو یا بوټو او یا د ونو د ښاخونو سره تړلی وي. کله چې تاسو مخې ته داسې یو سیم راځي خپل لاس پر ځمکه کیدۍ او د زنګون کیش حالت ځان ته غوره کړۍ او یا کینۍ. د دې سره سره چې دغه سیم د ځمکې په سر پروت وي، خو ماین د چاودولو پرمهال د ځمکې څخه یو نیم متره پورته الوځي او انفجار کوي. که چیرې تاسو داسې یو خنډ سره مخامخ کیږۍ، ځای پر ځای ودریږۍ او دغه سیمه په هره ممکنه وسیله (ټکر، د ونې ښاخ یا تیګه) چې تاسو غوره ګنۍ په نښه کړۍ، خو هیڅ یو شی په خپله سیم مه تړۍ. هیڅکله کوښښ مکوې چې په دغه سیم لاس ووهۍ او یا هم هغه پریک کړۍ. د یوې بلې لارې په لټه کې شۍ؛

–    سیخ باید په هغه مهال کې پر ځمکه ووهۍ چې د ارتباطي سیم د نه شتون څخه ښه ډاډه شۍ. ځمکه کولای شۍ چې د پیچتاو، چاقو، قلم او یا داسې نورو شیانو په مرسته چې اوږوالی یې لږ ترلږه ۱۱ سانتیمټره وي سورۍ کړۍ. سیخ یواځې د دې لپاره پر ځکمه منډل کیږې ترڅو هغه شیان چې تر ځمکې لاندې دی مونږ ته څرګند شي. سیخ داسې وهل کیږي چې د لاس اورغوی د سوري کوونکي شي پر سر پر یوې خوا راځې چې د ۳۰ درجو زاویه باید جوړه کړي. دغه وسیله باید په ډیر احتیاط او نرمي سره مستقیماْ پر ځمکه ورننویستل شي. دغه کار باید د دوو ګتو په فاصله اودیو متر سور په اندازه تکرار شي. درې ګتې مخ ته لاړ شۍ او بیاهم د یو متر سور په اندازه دغه عمل تکرار کړۍ؛

–     که چیرې د سیخ وهلو پر مهال تاسو کوم شي سره مخامخ کیږۍ، توقف وکړۍ او په ډیر احتیاط سره د دغه شي له یوې خوانه خاوره پاکه کړۍ ترڅو ښه څرګند شي. که چیرې پوه شوۍ چې ماین دی په دغه صورت کې خپلو ټولو انډیوالانو ټه خبر ورکړۍ او د هر شي سره چې په لاس کې یې لرې دغه سیمه په نښه کړۍ. هیڅکله کوښښ مکوۍ ترڅو یو ماین بیځایه او یا هم هغه ته انفجار ورکړۍ. ماینونه کولای شي له داسې شیانو سره مجهز وي چې په لاس وهلو سره هم انفجار وکړي او یا هم د هغوی بیځایه کول د چاودنې لامل وګرځي. سیخ ووهې او ددغه ماین له خوا څخه ځان ته لاره پیدا کړۍ؛

–    له نور لارو چارو څخه ګټه واخلي او د ارتباطي سیمونو په لټه شۍ، کله چې ډاډ مو ترلاسه کړ چې سیم نشته بیا سیخ وهلو ته دوام ورکړۍ تر هغه پورې چې خوندۍ سیمې ته ورسیږۍ یا تر هغه پورې چې هوا تیاره شي. که چیرې هوا تیاره شوه او پر تاسو شپه راغله نو په دغه صورت کې ځان ته یو مصون ځای وټاکۍ او هلته خپله شپه صبا کړۍ؛

–    که چیرې تاسو یوه ډله کسان یاست نو یو کس باید د ډلې مشر وټاکۍ ترڅو ټول فعالیتونه کنټرول کړي. یواځې یو تن دې حرکت وکړي او نور کسان دې شل شل متره یو بل شاته د پروت په حالت کې وي؛ او

–    هرګله چې د ماین له سیمې څخه راوتلۍ نو هیر نکړۍ چې دغه سیمه د هغو شیانو په مرسته په نښه کړۍ چې د سیمې د خلکو لخوا د ماین د نښو نښانو په توګه بیژاندل کیږي، کیدای شي دغه شیان یوبل پر سر ولاړ د چلیپا په شکل لرګي وي، د ډبرو یوه کوټه وي او یا هم داسې نور شیان.

7. 2 – که چیرې تاسو د موټر چلولو پر مهال ماین سره مخامخ کیږۍ:

په هغه صورت کې چې ستاسو موټر د ماین تر حملې لاندې نوي راغلی ځای پر ځای ودریږۍ؛

–   خپل لاسونه د اشترنګ څخه لرې کړۍ؛

–    همغه کړنلاره چې پورته تاسو ته د قدم وهلو په حالت کې د ماین د کشفولو لپاره ذکر شو تعقیب کړۍ؛ دا غوره ګڼل کیږي تر څو تل په همغه ځي کې چې یاست پاتې شۍ او د مرستې د ترلاسه کولو لپاره یا نوروته غږ وکړۍ او یا هم خپلې موجودې ارتباطي وسیلې څخه استفاده وکړۍ. یواځې په هغه صورت کې کولای شۍ چې حرکت وکړۍ او له سیمې څخه بهر شۍ چې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره تاسو ته هیڅ لاره او چاره پاتې نوي؛

–     که چیرې تاسو دې ته اړکیږې چې خپل موټر سیمې کې پریږدۍ، نو شاته را وګرځۍ او خپلې پښې د موټر د ټایر پرچاپونو کیږدۍ؛

–    که چیرې څو موټره شاه پشاه یاست، بیا په دغه صورت کې ټول خپل موټر پریږدۍ او یوبل پسې شاه پشاه شل شل متره مسافه ونیسۍ او د ټایرونو د چاپونو له لارې بیرته را وګرځۍ؛

–    و موټر ډ ټایرونو چاپ او د یوبل د پښو چاب یا پل تعقیب کړۍ؛

–   که چیرې تاسو ونشو کولای چې د ټایرونو چاپ ووینۍ او یاهم د لیدلو وړنوو، نو په دغه صورت کې له پورتني کړنلارې څخه چې د ارتباطي سیمونو پیدا کول او تر خوندۍ سیمې پورې سیخ وهل وه استفاده وکړۍ؛ او

–    دسیمې څخه د راوتلو پرمهال په واضحه توګه دغه سیمه د ماین لرونکې سیمې په توګه په نښه کړۍ.

د ماین په سیمه کې مرګ او ژوبله

که چیرې څوک د ماین په سیمه کې ټپي کیږي نو ژر تر ژره د مرستې په لټه شۍ. که چیرې عاجله مرستې ته لاسرسې نلرۍ نو باید د ټپي د ژغورلو لپاره پریکړه وکړۍ. یواځې په هغه صورت کې د ټپي د ژغورلو لپاره کوښښ وکړۍ چې نوموړی ژوندی وی، هیځ یو مسلکي مرستندوی موجود نوي او ډاډه یاست چې د ټپي کس ژغورل د نورو کسانو د مرګ او ژوبلې لامل نګرځي.

د ماین د پیښې پر مهال

–    پر ټپي کس باندې ګڼه ګوڼه مه جوړوۍ؛

–   ټپي ته د رسیدلو لار د ارتباطي سیم د لیدلو او په ځمکه کې د سیخ وهلو د لارو چارو په مرسته چې په پورتنۍ برخه کې پدې اړه وضاحت ورکړل شوی دی پاکه کړۍ؛

–   هغه لاره چې پاکوۍ په نښه کړۍ او هغه ارتباطي سیمونه او ماینونه چې ورسره مخامخ کیږۍ هم په نښه کړۍ؛

–    د ټپي شاوخوا سیمه ژر تر ژره بې خطر کړۍ؛

–   د ضرورت پر مهال نوموړي سره لومړنۍ طبي مرسته وکړۍ؛

–   ټپي له هغې خوندۍ لارۍ څخه چې تاسو په نښه کړی له سیمې څخه بهر کړۍ. باید ډاډ ترلاسه کړۍ چې دغه لاره دومره سور ولري چې د اړتیا په صورت کې وشۍ کولای ټپی کش کړۍ؛ او

–   ټپي کس روغتیایي مرکز ته ولیږدوۍ.

د چاودنې څخه روسته کړنې یا اقدامات

د پیښې په اړه باید ژر تر ژره رپوټ ورکړل شي ترڅو ټول د ماین د ځای او موقعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

روسته له هغه څخه چې ټپي ته لومړنۍ طبي مرسته ورسیده باید ډاډ ترلاسه کړۍ ترڅو ټول  هغو کسانو سره د پیښې څخه د روسته  تدبیرونو په اړه مشوره وشي چې په پیښې کې یې حضور درلود.

اتمه برخه – پر انسان د ماینونو، پټو دامونو یا لومو او ناچاودلو توکو اغیزې

د ماینونو د چاودنې څخه پیدا شوي ټپونه

د پرسونل ضد ډیري ماینونه د وژلو پر ځای د انسانانو د ټپي کولو لپاره جوړ شوي دي. دا پدې دلیل چې د یو سرتیري په پرتله چې د جګړې په ډګر کې ځای پر ځای مري، ټپي سرتیری یو دروند پیټی دی چې د نورو سرتیرو پر اوږه ایښودل کیږي. همدې لپاره د پرسونل ضد ماینونه د کسانو د وژلو پر ځای د دوی د ټپي کولو لپاره جوړ شوي دي. ډیري ټپونه چې د ماینونو له امله منځ ته راځی د لاسونو او پښو ټپونه وي (تل پښې پر ماین راځي او د ماین د چاودنې د شدت له امله پښې له منځه ځي)چې انسان ځینې وخت یوه او ځینې وخت دوې پښې له لاسه ورکوي او همدارنګه ځینې وختونه د انسان سترګې هم زیانمن کیږي. د ټپونو د بد وضعیت او د درملنې د اوږدې مودې په پام کې نیولو سره، د نورو ټپونو په پرتله چې د جګړې څخه منځ ته راځی د ماین ټپونه تر ټولو بد او اوږد مهال ټپونه بلل کیږي.

ټولنیز او اقتصادي اغیزې

کله چې د یوې کورنۍ روزي ګټونکی مري او یا ټپي کیږي، دغه کورنې د اقصادي ستونزو سره لاس او ګریوان کیږي او دې ته اړ کیږي ترڅو د یوې مړۍ ډوډې د پیدا کولو لپاره د هر ډول لارو چارو په لټه شي. دکورنۍ هغه غړی چې د ماین له امله معیوب شوی دی د خپلې کورنۍ مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري او ښایي په میاشتو- میاشتو روغتون کې بستري پاتې شي. دغه کار د ځایي یا سیمه ایزو سرچینو د لمنځه تللو لامل ګرځي. ماینونه د څارویو د وژل کیدلو لامل هم ګرځي، چې داکار د عوایدو د له لاسه ورکولو باعث کیږي او د نورو څارویو د پیرودلو لپاره پیسو ته اړتیا ده او یا هم داچې مالداران مجبوریږي تر څو خپل پاتې څاروي هم وپلوري.

روحي او رواني اغیزې

هغه ټپیان چې د ماین د پیښو څخه ژوندي پاتې کیږي ټوله ورځ د هغو لارو چارو په لټه وي چې پیسې ترلاسه کړي ترڅو د خپلې کورنۍ او ټولنې د منلو وړ وګرځي او خپل ورځنی ژوند پر مخ بوځي. د ماین قربانیان ښایي د خپلې کورنۍ ملاتړ له لاسه ورکړي. نوموړی ښایي د روحي او مالي فشارونو سره چې هغه ته د ماین د ټپونو له امله منځ ته راغلي او همدارنګه د خپل ځان د ملامت کولو د فشار پروړاندې چې د خپلې کورنۍ  نورو غړو ته یې غم او تاوان رسولی مقابله ونشي کړای.

نهمه برخه – د خطرونو د قبلولو لاملونه

په غیر قصدي توګه د خطر منل

هغه کسان چې ماینونو او ناچاودلو توکو سره مخامخ کیږي معمولاْ یو تصادف وي. ډیري خلکه نغواړي چې د خطر څخه ډکو سیمو ته ورننوځي او یا هم پر هغو شیانو لاس ووهي چې خطرناک دي. دغه ډله خلکوته کولای شو په آسانۍ سره د ماین په هکله د پوهاوۍ پیغامونه ورسوو. دغه کسان د مسوولیت احساس لري او احتیاط کوي. هغه عوامل چې د خطر د منلو په داسې یو ډول کې شامل دي دادي:

د کنجکاوۍ احساس

ځینې خلک په تیره بیا ماشومان د ځانګرو سیمو اوشیانو د خطر د پوهیدلو څخه پرته کنجکاوه دي.

عمر

د لږ عمر ماشومان په آسانۍ سره د خپلو کارونو د راتلونکو عواقبو په اړه نه پوهیږي، همدې لپاره لویان باید هغوی له خطر څخه وساتي.

په قصدي توګه پرځان باندې د خطر منل

دغه ډله خلک هغه کسان دي چې د خطر د پوهیدلو سره سره په قصدي یا عمدي توګه خطر ناکې سیمې ته ورننوځی او کوښښ کوي چې پر هغو شیانو لاس ووهي چې خطرناکه ښکاري. ولې یو څوک باید داسې وکړي؟ پدې اړه څو دلیله موجود دي.

زړه ور یا خطر منونکي کسان

ځوانان او تنکي ځوانان د دغې ډلې زیاته برخه جوړوي، هغوی پوهیږي چې په سیمه کې خطر موجود دی، خو د خطر د جدیت او شدت څخه بی خبر دي.  دغه کسان ښایي په قصد سره د خطر څخه ډکو سیموته لکه: هغه ځایونه چې په تیرو وختونوکې د جکړې لومړۍ کرښې وې یا هغه ځایونه چې د تلاشي پوستې وې ورننوځي او د دوی موخه یوازې لټول او پلټنه ده.

اقتصادي اړتیاوې یا ضرورتونه

په دغې ډله کې د کورنیو میان عمره کسان شامل دي هغه کسان چې په سادګۍ سره د کښت او کار او یا هم د څارویو د څرولو لپاره خطر ناکو سیمو ته ورننوځي. د دغې ډلې زیاته برخه بیځایه شوي کسان جوړوي چې پدې لټه کې دي ترڅوخپل ویجاړ ژوند له سره آباد کړي او پرته لدې څخه چې خپلو سیموته چې له ماینونو او ناچاودلو توکو څخه ډک دي بیرته راوګرځي بله کومه لاره او چاره نلري.

لسمه برخه – نتیجه اخسته

ماینونه به په افغانستان کې چې نوی له جکړو څخه یې خلاصی موندلی د ډیرې مودې لپاره پاتې شي. ماینونه د افغانستان د خلکو لپاره ډیرې ناوړې اغیزې لځانه سره لري. د کرهنې له لاسه ورکول، د څرځایونو څخه نه استفاده کول او د اوبو د سیسټمونو لمنځه تلل د سوې تغذي، خراب روغتیایي وضعیت او د بیوزلۍ لامل ګرځي.

د ماینونو او ناچاودلو توکو د درلودلو له امله افغانستان په نړۍ کې یو نمونه هیواد بلل کیږي. په دغه هیواد کې د ماین پاکۍ فعالیتونه باید لږ تر لږه ۱۰ کاله نورهم دوام وکړي ترڅو ټول پیژندل شوې سیمې د ماینونو د شتنو څخه پاکې شي.

مه پریږدۍ چې د ماین ښکار شۍ

دوخت مديريت


آيا تراوسه مو په اليس داستان  کې دسپيني سويي په شان داسې احساس نه دى کړى چې د عجايبو په ځمکه کې ياستئ ؟

تل په بيړه کي ياستئ خو هغه څه ته چې غواړئ يي نه رسيږې  . آيا تاسوهم اوږدې ګړۍ کارکوئ  ؟ خو تل داسې احساس لرى  چې موخې مو دتيښتې په حال کې دي ؟

کله چي له کارکوونکوسره ملاتړ کميږي کاري فشار يرغل راوړې او کارکوونکي اړ کيږي سخت , اوږد اوچټک کاروکړي . دوخت مديريت اوملګرو ته ددندو ديوې برخې دسپارلو کړنلاره نوره يوه سخته ستونزه نه ده . دابنسټيزې وړتياوې خوندي او بشپړېشوې دي . دمعلوماتو او تجربوډېرېدل او دوخت مديريت له کړنلارې څخه استفاده داغيزې دډېرېدو او دکارپه محل کې دچټک او تلپاتې پرمختګ سبب کيږي

٢ – دموخې ټاکل

مخکې له دې چې وغواړئ  دوخت مديريت جزئیات ځانګړي کړى , اړينه ده چې په يوه پراخه ليد سره وګورئ . دکارستنه او بنسټ دموخو او لومړيتوبونوپيژندل دي . وروسته بيا دزړه تنګۍ او هغه مسيرد پريښودلو په ځاى چې سبب کيږي له اصلي موضوع څخه مو راوړي او په پايله کي نهيلي شئ  کولي شئ دموخو دوړاندې وړلو او ترلاسه کولو لپاره ورځنۍ  کړنې تنظيم کړئ   کله چې موخې ځانګړوئ  لاندينۍ ځانګړتياوې په پام کې ونيسئ

موخې بايد ځانګړې , داندازې وړ , دترلاسه کولو وړ او دمحال ويش وړوي

اړينه ده چې فعاليت له پيل څخه برياليتوب  ته دلاس رسۍ په انګېرنه پيل کړئ اوداچاري يواځې دموخو په ټاکلو سره دمنابع, بودجې , زماني چوکاټ او سازماني محدوديتونوپه چاپيرکې شوني دي . کله موچې کاري موخې وټاکلې هغوى په لاندينيو کټګوريو کې تنظيم کړئ

(اوږدمحاله موخې (له شپږومېاشتو څخه تريوه کاله پورې    .

(منځ محاله موخې ( له يوې ترشپږومېاشتو   .

( لنډمحاله موخې (ورځنۍ , اونيزې او مياشتنۍ   .

په هره کټګورۍ ې درى اصلي موخې دارزښت له مخې په ترتيب سره وليکئ  , دموخو پاڼه په خپل واک کې ولرى او دهرې کاري ورځې په پيل او وروستيو کې مراجعه ورته وکړئ  . آيا هغه دندې چې تاسو ورته ګومارل شوې ياستۍ دموخو په ټاکنه کې روښانه شوې دي ؟ آيا مرسته کوي چې خپلو لومړيتوبونوته ورسيږى او هغه بشپړ کړى؟ تل داسې اضافي او داټکل نه وړ اداري کارونه چې په خپلکاري ډول رامنځ ته کيږي شتون لري . خو دکاري ورځې ډيرى برخه ( د اتيا په سلوکې شااوخوا) بايد دخوخو اړوند کړنو ته ځانګړې شي

که وينې ستاسو دوخت ډېره برخه په داسې کارونو تيريږي چي لمړيتوبونوته درسېدولپاره مرسته نه کوې يوې نوې او جدي څيړنې او شننې ته اړتيا ده . شاه ته وګرځئ  او هغه عوامل چې دوخت دبې ځايه تېرېدوسبب کيږي وپيژنئ  . دداسې لارو په لټه کې شئ  چي کولى شي داخنډونه له منځه يوسي او هاند وکړئ  چې کارونه په وړتوګه دکاري ځواکونوترمنځ ووېشئ

٣ – دوخت تالا کيدو دعواملو څيړل

ډېرى وختونه دوخت لوټماران زمونږ ورځ بېنظمه کوي او په موخ باندې زمونږ د تمرکز خنډګرځي . کله چې په نهيلۍ سره انګېرى په وخت کې نښتي ياستئ  په يوه يا څوساده بدلونونو سره کولى شئ دوخت تالاکوونکي عوامل له منځه يوسئ  . ديوڅه وخت لپاره ځنډوکړئ اوهغه څه چې له وخت څخه ستاسو ترټولو ښه استفاده ګڼل کيږي وځيړئ  . وروسته هغه ځانګړې فکټورچې شونى دى له وخت څخه په دې غوره استفاده کې دخالت وکړي ځانګړى کړئ

٣-١ – دوخت تالا کولو ترټولو مهم عوامل

١ – نه اړينې غونډې

٢ – ګډوډميزيا دکارځاى

٣ – غيراړين ټليفونونه

٤ – ليکونو ته په ځواب ويلو ډېروخت تېرول

٥ – په ورځ کې له يو ځل ډيره دپاڼو وېشل ا ودهغوى په تنظيم باندې دډېروخت تيرول

(له ټکنالوجۍ سره ستونزه لرل (په کمپيوټرونو کې بينظمي

٦ – نورو ته دکاري پلانونو په انځورولو ډېروخت تېرول

٧ – پلان جوړنې ته ډېر وخت ځانګړول

٨ – دتېروتنو څيړلو ته ډېروخت ځانګړول

٩ – دمستند جوړونې پروژې ته ډيروخت ځانګړول

١٠ – ترسره شوو کارونو ته دنورو دپام اړولو لپاره بيځايه هڅه

١١ – دهغو کارونو ترسره کول چې کولى شو نوروته يې وسپارو

١٢ – له پايلې پرته په ډېرې ستړياسره دکارترسره کول

١٣ – دسفرونو دمحال وېش دپلان بدلول

دوخت تالا کوونکې عوامل نوملړوڅيړئ  اوهغه ګڼې چي تاسوورسره مخ ياستئ  په نښه کړئ  . وروسته بيا دهغوى ترټولو مهمو ته له ١ څخه تر ٥ پورې ګڼې ورکړئ نوپدې حالت کې ٥ گڼه ترټولو ناوړه حالت دى

٣-٢ – دځنډ کمول او دڅو اصولو په اجراء  سره دتمرکز ساتل

دټولو ترسره شوو ټلفوني اړيکو بيا کتنه وکړئ  او هغوى ته د ځواب ويلو لپاره ځانګړى وخت وټاکئ

وګړې وهڅوئ چې خپلې کاري ستونزې دبرېښنليک او ټلفون له لارې له تاسو سره شريکې کړي

ترلاسه شوي برېښنايي او کتبي پيغامونه په ځانګړي وخت کې وڅيړئ

له وګړوڅخه وغواړئ چې غيراړين برېښنليکونه تاسو ته وانستوي

هره ورځ له ملګروسره په لنډه کتنه پيل وکړئ . وروسته بيا له کومې درېدنې پرته يو هکاري دوره ولرئ  او وګړو ته ووايئ چې کوم وخت په لاسرس کې ياستئ

په خبرو اترو کې په ټينګار سره اصلي مطالبوته مخه کړئ. دبېلګې په توګه ددې عباراتوپه ويلوسره (هغه څه چې په اړه يي بايد بحث وکړو داټکي دى ) يا ( ستاسو له تګ څخه مخکې يو بل مهم تکى ) چي ښايي تاسو غواړئ خبرې ختمې کړئ

کړتن وګړي ددې عبارت په ويلو سره له خبرو ودروئ : ( زه ستا لپاره څه کولى شم ) ؟

دکاغذونو له انباراو باران څخه وتښتئ

٣ -٣  – پاڼې او اسناد

ډيرى وختونه هغه پاڼې چې زمونږ په شاه او خواکې دې په لمړيتوبونو باندې دتمرکز خنډ ګرځي  هيڅ ټولنيزه قاعده ددې لپاره چي څنګه خپلي پاڼي مديريت کړو شتون نه لري . داموضوع خپله دوګړي په کړنلاره پورې تړلى ده . ځيني وګړي که دډيرو لوستو مواد په واسطه محاصره شي دهوسايني احساس کوي په داسي حال کې چې داسې وګړي هم شته چي يوا ځې  دخلوت ميز دهغوى دافکارو دروښانتيا غولى جوړوونکى دى . مهمه ده چې باخبره وئ او دپاڼو دتنظيم لپاره يه سيسټم ته پراختيا ورکړئ

٣ -٤ – دمدارکو دزيرمه کولو لپاره څو مهم ټکي

پاڼو ته له زېرمه کولو مخکې نېټه وکړے

کوټه شوي پاڼي وڅيړئ .  هغه پاڼې چې اړتيا نه ورته لرئ لرې کړئ  کاو پرځاى يي نور بنسټيز مدارک ځاى په ځاى کړئ

دنه خلاص شوو ليکونو پاکټونه چې ستاسو دکارپه اړه نه دي لرې کړئ  . مګر داچې پوستي نښه يې ځانګړې وي

دجاري چارو مدارک دفايلونو د چنۍ ( المارۍ رپک ) په مخکينۍ برخه کي کيږدئ

دهرې کټګورۍ اړوند فايلونه په خپل ځاى دالف با په تورو سره سم کيږدئ

دهرې چنۍ ١٠ سانتي متره فضا تشه پريږدئ . دومره چې وکولى شئ اسنادوته په آسانه توګه لاسرسي وشي

دچنيو په مخ ليبل ووهئ

دهغو کارونو فايلونه چې په لاس کې مودي اوکارپرې کوئ خپل ميز ته نږدي کيږدئ

کله چې له کوم فايل څخه يوه پاڼه اخلئ يوه نښه پرې ولګوئ ترڅو پوه شئ چي پاڼه وروسته بايد زيرمه شي او ياله منځه يو ړل شي

دفايلونو يو نوملړ جوړکړئ

٤ – دکاروړ چاپيريال

ښايي ناڅاپه ومومئ چې دکارونو په ترسره کولو کې مووړتياوې کمې شوې دي ا ودکارله پيل څخه څو ګړۍ وروسته چي تيريږي په سرمو درد شي . دخپل کار چاپيريال ته پاملرنه وکړئ . کيداى شي هغه وسايل چي تاسو ورسره لاسپوري ياستئ په وړ حالت کي نه وي

دسالم او سوکاله چاپيريال څخه داستفادې لپاره اړينه ده چي دخپل کارمحل وڅيړئ ترڅو ومومئ چې څنګه کيداى شي دجسمي ا وذهني ځواک سطحه تاسو په ځان کي حل کړى . ستاسو چوکۍ او دهغه تکيه بايد هوساوي او ستاسو دوزن اوخوځښت توا ن بايد ولري

٥ – دټليفون دوخت کنټرولول

له ټليفوني اړيکې څخه مخکې له ځانه وپوښتئ

زه څه ډول معلوماتو ته اړتيا لرم ؟

آيادا اړيکه معلوماتوته دلاسرسۍ لپاره ترټولو چټکه لارده ؟

آيا يو بريښليک ترې اغيزناک ندۍ ؟

څنګه کولاى شم داخبرې اترې لنډې وساتم او دبحث څاښ ( محور) ته لدې پرته چې خبرې بدرګه او ابتدايي په نظرورسي اشاره وکړم ؟

ددې لپاره چې يوه ټليفوني اړيکه اغيزناکه وي دلومړيتوب له مخې دهغو مواردو يو ټاکل شوى لړ چې په اړه يې بحث بايد وکړئ چمتو کړئ . هرهغه مطلب چې فکر کوئ دخبرو په اوږدوکې کېدى شي مراجعه ورته وکړئ په خپل لاسرس  کې راولئ  خبرې اترې په لنډ او روښانه ډول پيل کړئ . دبيلګې په توګه (زه نه غواړم ستاسو ډېر وخت ونيسم ) ياداچي ( زه نه پوهيږم  چې داوړه ډرېروخت بوخت ياستو )

٦ – ٥ – دځينو مسؤليتونو سپارل

ډېرى ګړي نوروته دکار سپارلو په وخت کي زړه تنګي کيږي . نوروته دځينو کړنو له سپارلو پرته هيڅکله نه شئ کولى خپل وخت ترخپل کنټرول لاندې راولئ . دکارونو په ترسره کولو کې په نورو باندې له ډاډ پرته په کم ارزښته جزئياتو کې ډوبېږئ او وړتيا به ونه لرئ چې خپل ځواک او انرژي دموخو په لور رهبري کړئ  . څو د بنسټيزې مسئلي شتون لري چي وګړي د دې کړنلارې له ترسره کولو څخه لرې ساتي . دهغه څه په اړه چې ستاسو دکار خنډ ګرځي فکر وکړئ

په درنښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــت

ستاسو ورور انجنيرمحمد حامد عمر

مات زړه


مات زړه

د ده لپاره يې خپل زړه له ګوګله راوويست . ده زړه ته وکتل او وې ويل :
داخو آيينه ده ، دې کې خو ټول زه يم ! خودا ايسار يم دلته ولې؟
بيايې وخندل او له ټوکو يې ((زړه)) پر ځمکه وويشت
خو، هغه په ريښتيا مات شو!

د هيرولو هنر

وروستي انځورونه يې پر ديوال راځوړندکړې وو. په لومړي تصوير کې د مني موسم ، زيړې او وچې پاڼې ، خړ او له وريځو ډک آسمان ، اود ﻻرې په اوږدو کې يو روان سړی .
په دوهم تصوير کې بيا هم خزان وهلي لغړې او سپيرې دوې ونې ، يوه تشه ځاله ، تورې وريځې او د باد تندې څپې . او په دريم تصوير کې د نړيدلې ديوال پر څنډه ، د ماتې ناوې تر څنګ يوه مساپره او له خيله پاتې شوې مرغۍ ، او تر شا يې خړ بډال او نمجنه هوا .
ورو شانې مې ورته ويل :
په انځورونو کې دې دتخيل جذبه تته او د ښکلا رنګ پيکه دی !!! پرته له دې چې خبره لنډه يا اوږده کړي وې ويل :
دزړه له کوره مې ويستلې ده ! هيره کړې مې ده ! نور ورسره مينه نه لرم !
په حيرانۍ مې وويل :
دزړه له کوره دې ويستلې ده ، هيره کړې دې ده ؟ ځکه چې نور ورسره مينه نه لرې ؟؟؟
دا څنګه کيدای شي ؟
يو چا ته په خپل زړه کې ځای ورکول ، د يو چا سره مينه درلودل او بيرته دا هرڅه هيرول له زړه نه ويستل او مينه نه کول ، دا دخوښې او غوښتنې خبره ده ؟
په سړه سينه يې را ته وويل :
کله چې زه مينه په سپينو پاڼوکې پنځوم ، ښکلا په رنګونو کې نڅوم اودې دواړو خيال د خلکو زړونو ته ورکوزوم نو دې کار ته مې خلک هنر وايي

نو آيا دا ګرانه خبره ده چې ((هغه )) له زړه نه وباسم او ورته ووايم ، چې نور درسره مينه نه لرم او د تل لپاره يې هيره کړم . دا هم هنر دی ،او دې ته د هيرولو هنر وايي

!!!