بې پامي


لاندې لس شيان له موږ څخه تل د بې پامۍ له وجهې ضايع کېږي

لمړې – زموږ پوهه او علم: له هغه نه د ګټی نه اخیستلو په وجه باندی ضایع کوو

دوهم – زموږ اعمال:  د غیر مخلصانه کارونه په کولو سره  یی ضایع کوو

دريم – زموږ شتمنی:  په هغه شیانو ضایع کوو چی زموږ لپاره اجر (د آخرت لپاره ګټه) نلری. موږ خپلی پیسې، موقف او واک پر هغو شیانو ضایع کوو چی  نه په دی دنیا او نه په آخرت کی موږ ته ګته رسوی

څلورم – زموږ زړونه: د الله د محبت په نشتوالی ، د هغه په لور د تلوسې په نه درلودلو او د هوساینې او د  آرامی په نشتوالې یي ضایع کوو. او د دی ټولو پر ځای باندی زموږ په زړونو کی نورو بیځایه شیانو یا خلکو ځای نیولي

پنحم – زموږ وجود: د الله  د عبادت او د هغه په لاره کی د خدمت په نه کولو سره ضایع کوو

شپږم – زموږ مینه: زموږ احساساتی مینه په غلطه لار روانه ده، د الله په لوری نه ده روانه، بلکه په نورو شیانو/خلکو پسی روانه ده او بیشکه چی موږ هغه ضایع کوو

اووم – زموږ وخت: ددی لپاره ضایع کیږی چی سمه ګټه تری نه اخلو، ددی لپاره چی پخوانۍ دوره مو جبران کړي وی نو باید صحیح او اخلاقی کارونه سرته ورسوو

آتم – زموږ عقل او فکر: پر هغه شیانو باندی ضایع کوو چی قطعاً فایده نلري تفکر، غور او فکر ته ګټه نه لری، ټولني او خلکو ته تاوان رسوي

نهم  – زموږ خدمت او چوپړ: د هغه شي یا سړی لپاره ضایع کوو چی هغه موږ الله ته نه نږدی کوي او نه هم په دنیا کی موږ ته ګټه رسوي

لسم – زموږ ذکر او ياد: په دې ضایع کیږی چی هیڅ کله د الله د په یاد کی نه کیږی او یا هم زموږ په زړه باندی هیڅ اخیزه نه کوی

د امام ابن قيم الجوزي له پندونو څخه

د نثار احـــــــــــــــــمد اسلام مل ژباړه

1 responses to “بې پامي

  1. Eng. samiullah Patyal wardak

    مننه ګرانه الله دی خیر درکړی

Leave a reply to Eng. samiullah Patyal wardak ځواب لرې کړه