دنن ورځي انځور
ګل کڅونه
کـــــــــــــــــــلیزه
له ویب پاڼوسره اړیکې
- Brother Software
- فارسی ډکشنري
- لـــــراوبـــــــرافغانستان
- ميرمن کلتوري اوټولنيز
- مايکروسافټ آفيس
- مستــــــــــــــانه سندري
- نيــــــــــــــــويارک ټايمز
- هــــــــــــيوادافغانستان
- وربـــــــــــــــــــــــــــــل
- ډکــــــــــــــــــــشنری
- یــــــــــاهو میل
- ژوندۍ وينډوز او مسينجر
- کـــــــــــــــابل اکسپريس
- ګــــــــــوګل ايمل
- ټـــــــــــــــــــــــول افغان
- پـــــژواک خبري آژانس
- پوليتخنيک پوهنتون ويب پاڼه
- افغـــــــــــــــــــان ننګ
- افغــــان اسلامي آژانس
- الــــــــــــــــــــــــجزيره
- امـريکــــــــــا آنلاين
- امريکاغږراديو
- اکبرموسسه
- بــــــــــــــــــــــــــــــينوا
- بـــي بـــي ســي خبرونه
- بي بي سي ويب پاڼه
- تـــــــــــــــــــــــــــــــاند
- تــــــــــــــــــــــــل افغان
- دلـــوړوذده کړو وزارت
- دګـــــــــوګل اعلانات
- دټولټاکنوخپلواک کميسون
- دپښتــــــــون ټبرغميزي
- دافغانستان په اړه مطالعات
- دبشـــــــري حقوقو اداره
- رومـال ادبـــي ويب پاڼه
- روهــــــــــــي ويب پاڼه
- سلــــــــــــــــــــــــــــګى
- سپـــــــــــــــــــــــــرغى
- سبـــــــــــاوون ويب پاڼه
- طلــــــــــــــوع تلويزيون
Daily Archives: سپتمبر 17, 2010
دوخت مديريت
مخکې له دې چې وغواړئ دوخت مديريت جزئیات ځانګړي کړى , اړينه ده چې په يوه پراخه ليد سره وګورئ . دکارستنه او بنسټ دموخو او لومړيتوبونوپيژندل دي . وروسته بيا دزړه تنګۍ او هغه مسيرد پريښودلو په ځاى چې سبب کيږي له اصلي موضوع څخه مو راوړي او په پايله کي نهيلي شئ کولي شئ دموخو دوړاندې وړلو او ترلاسه کولو لپاره ورځنۍ کړنې تنظيم کړئ کله چې موخې ځانګړوئ لاندينۍ ځانګړتياوې په پام کې ونيسئ
(اوږدمحاله موخې (له شپږومېاشتو څخه تريوه کاله پورې .
(منځ محاله موخې ( له يوې ترشپږومېاشتو .
( لنډمحاله موخې (ورځنۍ , اونيزې او مياشتنۍ .
په هره کټګورۍ ې درى اصلي موخې دارزښت له مخې په ترتيب سره وليکئ , دموخو پاڼه په خپل واک کې ولرى او دهرې کاري ورځې په پيل او وروستيو کې مراجعه ورته وکړئ . آيا هغه دندې چې تاسو ورته ګومارل شوې ياستۍ دموخو په ټاکنه کې روښانه شوې دي ؟ آيا مرسته کوي چې خپلو لومړيتوبونوته ورسيږى او هغه بشپړ کړى؟ تل داسې اضافي او داټکل نه وړ اداري کارونه چې په خپلکاري ډول رامنځ ته کيږي شتون لري . خو دکاري ورځې ډيرى برخه ( د اتيا په سلوکې شااوخوا) بايد دخوخو اړوند کړنو ته ځانګړې شي
٣ – دوخت تالا کيدو دعواملو څيړل
(له ټکنالوجۍ سره ستونزه لرل (په کمپيوټرونو کې بينظمي
ستاسو ورور انجنيرمحمد حامد عمر
خپاره شوي به ليکــــــــنې او مشقونه
څه شی دی ؟ GPS
د GPS زده کړه
آیا تاسو GPS پیژنی او کله موداآله استعمال کړیده ؟
GPS یا نړیوال موقعیت ټاکونکی سیستم (Global Positioning System)
دفضایي بیړیو(سپوږمکیو) دلارواو مسیریوه ټاکونکی وسیله ده چی د 24 سپوږمکیو څخه تشکیل شویده
نوموړی فضایي بیړی دامریکا متحده آیالاتوددفاع وزارت په امرجوړی شویدي او دځمکی په شاواوخواکی ځای په ځای شویدي.
GPS په لمړی ځل د نظامی کشفیاتو لپاره ترتیب شوی دی خو په 1980 زیږدیز کال کی هغه دیوی آزادی استعمالوونکی آلی په توگه بازارته راووت او له دغه آلی څخه کولای شو دځمکی پرمخ په هرډول هوایی حالاتو کی په وړیا توگه گټه پورته کړو .
برعلاوه GPS ته ورته نوری آلی هم شته چی اوس اوس دنړی بازاروته په آزاد ډول راوتلی دی او په لاندی ډول دی :
1 – گلون اس (GLONASS)
گلون اس یا د مصنوعی سپوږمکیو اداره کوونکی وسیله:
نوموړی آله دشوری اتحاد په واسطه دامریکایی GPS په وړاندی اختراع شوی ده او دهمدغه هیواد په واسطه اداره کیږی, دغه آلی په لمړی ځل د24 فضایی بیړیو په مرسته کنترولیدی , اما د 1991 زیږدیز کال په وروستیوکی چی له همدی کال دشوری اتحاد دسقوط لړی پیل کیږی ددغه آله فضایی بیړی هم مخ په کمیدو روانی شوی .
دروسی دولت دااعلان کړی چی نوموړی آله به په 2007 زیږدیز کال کی بیا په فعالیت شروع وکړی او د 2009 زیږدیزکال تروروستیو پوری به په ټوله نړی کی خوره شی .
په اوس وخت کی ددغه آلی 19 فضایی بیړی دځمکی په مدارکی قرارلری چی داټولی همدااوس هم فعاله دی اودری نوری بیړی چی د دسامبرپه میاشت کی ( کال2009) کی هواته پورته شویدی هم اضافه شوی دی او دشوروی اتحاد داپریکړه کړیده چی پدی وروستیو کی به شپږنوری بیړی هم هواته پورته کړی.
2 – دگالیله سیستم :
داسیستم داروپایی هیوادونو په واسطه اختراع شویدی او دامریکایی جی پی اس په وړاندی دهغه څخه کاراخلی.
د GPS سیستم فضایی بیړی :
نوموړی سیستم د 27 فضایی بیړیو یوسیستم دی چی دځمکی پرمخ گرځی چی په دغه شمیر فضایی بیړیو کی 24 فعاله او 3 نوری داضافی یاکمکی ( د24 فضایی بیړیو څخه دیوی بیړی دخرابیدو په وخت کی دافعاله کیږی ) فضایی بیړی له جملی څخه دی . ددغه فضایی بیړیو فاصله دځمکی ترسطحی پوری 12000 میله ده اوهره بیړی د 7000 مایل په ساعت کی سرعت لرونکی ده . هره فضایی بیړی دځمکی پرټوله سطحه په 12 ساعتوکی یو ځل دوران کوی او خپله انرژی دلمرڅخه اخلی ( دلمرنیونی او یا پچه سیوریزو ساحاتوکی دگرځیدوپه وخت مصنوعی بطری هم لری ) .
په نړی کی اولینه د جی پی اس فضایی بیړی په 1978 کال کی دځمکی پرمخ امریکاپورته کړه . دهری فضایی بیړی فعاله موده 10 لس کاله دی چی وروسته دلسو کلومودی څخه بدلیږی او دهغه په ځای بله فضاء ته استوی . هره فضایی بیړی 1000 کیلوگرامه وزن لری او دهری لمریزی بطری اوږدوالی یی 5.5 متره دی چی دهری فضایی بیړی دمصرفولو لپاره 50 ولته انرژی ته ضرورت دی.
دGPS دکارکولو طریقه :
ددغه سیستم فضایی بیړی په ټاکلومداروکی هره ورځ دوه ځلی دځمکی پرمخ گرځی او دځمکی مخ ته اطلاعات مخابره کوی چی وروسته نوموړی اطلاعات دجی پی اس په واسطه اخستل کیږی او استعمالوونکی ته دځمکی پرمخ دقیق معلومات ورکوی او کله دهندسی اوریاضیکی ساده محاسباتو(reiterations) په مرسته استعمالوونکی دهغه څخه معلومات ترلاسه کوی .
داهم بایدد ووایو چی جی پی اس دڅلوروفضایی بیړیو څخه خپل معلومات ترلاسه کوی یعنی جی پی اس په اصل کی دڅلوروفضایی بیړیو یوه منځنی کره تشکیلوی او کله کله ددریو فضایی بیړیو څخه هم کارکولای شی خو دومره دقیق نه لکه دڅلوروفضایی بیړیو سره دپیوستون په نتیجه کی .
کله چی نوموړی آله دخپلو بیړیو څخه لیری کیږی نوپه هغه صورت کی دراډډیویی موجونو څخه کاراخلی
او داموجونه په حقیقت کی الکترومقناطیسی موجونه دی چی دلمردنورسره یوځای حرکت کوی .
داځاي کيکاږۍ ترڅو د جې پې اس دلارښونې لپاره مکمل کتاب ښکته کړۍ
اوکچېرې غواړۍ چې د جې پې اس په برخه کې نورمعلومات هم ولرۍ نو لاندې کرښه کيکاږې
داځای کیکاږی ترڅو دجي پي اس ددزده کړی لپاره مکمل نوټ ترلاسه کړی
دنوموړی آلی په اړه دپوره معلوماتو لپاره پورتنی لینک کیکاږی اوپوره معلومات خپل کمپیوټرته داخل کړی.
خپاره شوي به دسروې اړوند ماشين آلاتو ذده کړه
دفرشي تهدابونو ډيزاين
دفرشي تهدابونو ډيزاين دلاندي لينک په کيکاږلو سره ښکته کړى
خپاره شوي به دمدني اوصنعتي ودانيو انجنيري
دتسمه اي تهدابونوډيزاين
تاسې قدرمن مينه وال کولاې شې دتسمه اي يا طنابي تهدابونوډيزاين دلته ترلاسه کړى
خپاره شوي به دمدني اوصنعتي ودانيو انجنيري
دتهداب لاندې خاوري دتحمل قابليت لپاره دتيرزاګي تيوري
دتهدابو لاندې خاورو دزغم او برداشت لپاره دتيرزاګي عالم فورمولونه او توضيحي مثالونه
دکتاب ښکته (ډانلوډ) کولو لپاره داځاى کيکاږى
خپاره شوي به دپــــــــــل انــــــــجنيري